The news is by your side.

د ترکیې کنفرانس به وروستی لوری ټاکی

حبریال ویبپاڼه/ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې کنفرانس او په دې کنفرانس کې د موضوعاتو په هکله څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې د خبرو نهايي لوری به په همدې کنفرانس کې ټاکل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر ترکیه کې جوړیدونکی کنفرانس به دافغان سولې نهايي لوری و ټاکي دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیډ پراس کړې دغه ناسته به د افغان مرکه چي پلاوي سره د سولې خبرو کې زیته مرسته وکړي.

تمه ده چې روانه میاشت به د افغان سولې پر تړاو د طالب او افغا دولت پلاوی په حضور د سیمه ییزو هېوادونو امریکا په ګډون استانبول کې لوی کنفرانس ترسره سي چې ګډونوال به يې  د افغان سولې پروسې د چټک والي، راتلوونکي نظام جوړښت او جګړې ختم لپاره پر یو لړ مهمو عاتو بحثونه وکړي.

لکه څنګه چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا کنفرانس مهم  بللی په کور دننه افغانستان يې هرکلی سوی او یو شمېر بهرنیو هېوادونو هم دا کنفرانس خورا مهم بللی.

دا کنفرانس پر داسې موقع ترسره کیږي چې د مي میاشت په را رسیدلو ده او دې میاشتي وروسته باید هیڅ بهرنی سرتیر په افغانستان کې نه وي ځکه تیر کال امریکا او طالبانو د دوحې تړون کې همدا پریکړه کړې وه چې دې هېواد کې به ټول بهرني سرتیري د مي تر میاشتي له افغانستانه وزي خو ناټو او امریکا وايي چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه سرتیري نه باسي.

د ترکیې کنفران په اړه دا هم ویل سوي چې ښايي له طالبانو سره پر دې هم بحث وسي چې ټول بهرني سرتیري باید تر راتلوونکې ډسمبر میاشتي له  افغانستانه وباسي ځکه اوس په افغانستان کې د میشتو عسکرو هېوادونه وايي چې وخت کم دی او په دومره لنډه موده کې نه سي کولای چې ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

عام افغانان هم د ترکیې کنفرانس ته زیاتي هیلې  لري او وايي چې د ترکیې کنفرانس ته هیلې لري ترڅو نور دا اوږد مهاله جګړه پای ته ورسیږي او د جګړې ښکېل لوري یوې دایمې سولې ته سره ورسیږي ترڅو پاتي ژوند بغیر له وژنو وحشت او دهشته پرې تیر سي

Comments are closed.