The news is by your side.

لښکر بلوچستان پر پاکستاني پوځیانو مرګونی برید کړی

خبریال وېبپاڼه/ د لښکر بلوچستان په نوم د بلوڅ ملتپالو وسله والې ډلې د پاکستاني پوځیانو پر پوسته مرګونی برید کړی دی.
د یادې ډلې ویاند لونګ بلوڅ وايي، چې ملګرو یې تېره شپه د بلوچستان د کیچ په مکران سیمه کې د پاکستاني پوځ د تلاشي پر پوسته برید کړی دی.
هغه ویلي، سرتیرو یې لومړی د پاکستان د پوځ د تلاشی پر پوسته د سپکو او درنو وسلو برید وکړ او بیا پوستې ته دننه شول، چې چې ګڼ شمېر پوځیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د نوموړي په خبره، په یاد برید کې یې پنځه پاکستاني اشغالګر پوځیان وژلي او درې نور یې سخت ټپیان کړي دي.
د پاکستان پوځ یاده پېښه تاییدوي خو سرتېرو ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې پپه اړه څه نه دي ویلي.
بلوڅ ملتپالو له پاکستانه د بلوچستان ایالت د ازادولو مبارزې په لړ کې تیره ورځ هم پر پاکستاني پوځیانو مرګونی برید کړی و چې نهه تنه یې وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي وو.
دغه برید د بلوچستان د کوهلو ولسوالي په نساؤ سیمه کې رامنځته شوی دی، چې په پایله کې یې، ۹ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر پوځیان په کې ټپیان شوي دي.
د بلوچستان لیبرشن ارمي جنګیالیو ویاند جنید بلوڅ ویلي، چې پاکستاني پوځیان د بلوڅانو د نسل وژنې له عملیاتو د پوځې اډې پر لور روان وو، چې په لاره کې د دوی له لوري ایښودل شوي ماین پرې چاودنه وکړه.
بلوڅ ملتپالو کلونه راهیسې د پاکستاني پوځیانو پر ضد وسله واله مبارزه پیل کړې ده او په دې وخت کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دوی پر ازادۍ ټینګار کوي او وايي چې بلوچستان باید له پاکستانه جلا د یوه خپلواک هېواد بڼه خپله کړي، تر څو نور د پاکستان له ولکې خلاص شي.
پاکستان بیا د دوی د دې هر څه ترڅنګ د بلوڅ ملتپالو پر ضد عملیات کوي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړوي

Comments are closed.

koi finance