The news is by your side.

روسيې اروپايي هېواد وګواښه؛ د ځمکې له سره به يې ورک کړو

خبريال وېبپاڼه- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هغه څوک چې د اوکراين په شرقي سيمه دونباس کې د جګړې د پيل هڅه کوي نو په حقيقت کې هغوی د اوکراين له منځه تلل غواړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې نوې جګړه به ددې سبب شي چې ټول اوکراين د خاورو سره خاورې شي، د چارو شنونکي وايي چې دا د روسیې له لوري اوکراین ته مستقيم ګواښ دی، نه يوازې چې د اوکراين لپاره بلکې د ټولې اروپا لپاره.

د اوکراين ستونزه هغه وخت يا ځل بيا راتازه سوه چې په دونباس کې د روسیې له ملاتړ څخه برخمنو وسله والو د اوکراین د پوځ درې سرتیري ټپيان کړل.

د اوکراين پوځ تیاری نيسي چې په دې سیمه کې عملیات وکړي او روس پلوه بېلتون غوښتونکي ښه وځپي مګر د روسیې له لوري د اوکراین ختیځ ته په زرګونو ټانګونه، الوتکې او پوځيان انتقال شوي دي او روسیې ګواښ کړی چې د اوکراین له لوري نوی عملیات به اوکراین له منځه يوسي.

د بل لوري بيا د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي ته ټليفون کړی دی او ډاډ یې ورکړی چې د امريکا متحده ايالات په خپل ټول قوت د اوکراین تر شاه ولاړ دي.

د امريکا ترڅنګ برتانوي چارواکو هم ددې هېواد له ولسمشر سره تماس نيولی دی او د انګلستان د پوره ملاتړ ډاډ يې ورکړی دی.

خو د چارو شننونکي وايي چې اوکراین ته په کار ده چې په ډېر تدبير باندې قدم اوچت کري، ځکه د امريکا او يا نورو غربي هېوادونو وعدې صرف ته سياسي ملاتړ پورې محدودې دي او که چېرې جګړه پيل شي نو امريکا، انګلستان او يا کوم بل غربي هېواد به د اوکراين لپاره هېڅکله د روسیې سره په یوه ورانونکې جګړه کې برخه وانخلي.

د شننونکو په خبره تېر ځل هم چې روسیې د اوکراین کریمیا ته و نورې سیمې ونیولې او د خپلې خاورې سره يې وتړلې نو هېڅ غربي هېواد د اوکراین سره عملي مرسته ونکړه بلکې ټولو نه خبرو اتکا وکړه خو اوکراين د خپلې خاورې یوه برخه له لاسه ورکړه.

د اوکراين نوي ولسمشر په دې اند و چې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به پوه شي او دواړه به روانه ستونزه ختمه کړي خو اوس داسې ښکاري چې د پوتین سره روغه جوړه دومره هم اسانه نه ده.

Comments are closed.