The news is by your side.

پر پاکستانیانو د بریتانیا بندیز

خبریال ویبپاڼه/ نور پاکستانیان بریتانیا ته سفر نسي کولی ځکه بریتانیا د دې هېواد نوم د سرونو سره لیست ته اچولی ښايي تر ډیریده کرونا او نور سیاست تحولات هم وي چې انګلستان دا پریکړه کړې ده

اوس دا پوښتنې را ولاړې سوې که چیري دا بندیز سیاسي اړخ ونه لري نو بیا  ولې يې یوازي د یوه سفر لپاره د پاکستان نوم سره لیست تللی خو په ټوله نړۍ کې پاکستان او پاکستانیانو ته په بده سترګه کتل کیږي.

بریتانیا بیا ویلي چې دا کار يې د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي په پار کړی خو د پاکستان له لوري یو لړ پوښتنې او اندېښنې مطرح سوې چې څنګه يې د دې هېواد نوم سره لیست ته زیات کړی.

د پاکستان نوم هغه لیست کې دی چې له دې هېواده یوازي بریتانیوي وګړي دې هېواد ته سفرکولای سي او کله چې بریتانیا ته رسیږي نو لومړی باید لس ورځې قرنطین کې تیري کړي.

د پاکستان د څار ادارې یوه مشر د بریتانیا د دې پریکړې په هکله پوښتنه او اندېښنه کړې او ویلي يې دي یو هېواد یوازي د خپلو وګړو د روغتیا مسؤلیت لري، هغه ویلي پوښتنه دا ده چې بریتانیا پاکستان د روغتیا او که د بهرنۍ پالیسۍ له نظره دې لیست ته اضافه کړی.

پاکستان د نړۍ په ټولو خړو تورو او سرو لیستونو کې کې ځای د دې هېواد او وګړو پر وړاندې ټوله نړۍ پوښتنه او هر پاکستانی چې  له هېواده وزي نو تر کنټرول لاندې وي.

په دې وروستیو کې د کرونا دریمې څپې پاکستان سخت ځپلې او هره ورځ لسګونه پاکستانیان د دې ویرویس له امله خپله ژوند له لاسه ورکوي تر یوه حده برتانیا د کرونا او یو لړ نورو سیاسي ملحوضاتو په خاطر د بندیز داګام پورته کړی وي>

کرونا په خپله دریمه څپه کې پاکستان سخت وځپی په دې هېواد کې د کرونا ویروس د ډیریدلو له امله سفرونه کاربار او هرڅه کمروزي سوي  او د دې کوښښ کیږي چې کرونا کابو کړل سي تراوسه په دې هېواد کې په کرونا د ککړو کسانو شمېر څه کم اوه لکه سوی چې له جملې څخه يې څه کم ۱۵ کسان وژل سوي او لاهم دغه شمېره هرمهال د لوړیدلو په حالت کې ده

Comments are closed.

koi finance