المان، وسلې، سرتیري او تجهیزات افغانستان ته لیږي
خبریال ویبپاڼه/ المان هېواد پریکړه وکړه چې خپل سرتیري د مي په میاشت کې له افغانستانه نه باسي او د خپلو پوځیانو ماموریت يې تر ۲۰۲۲ کال پوري وغځاوه خو اوس په ډار کې دي.
د المان د دفاع وزارت د خپلو سرتیرو د ساتنې لپاره اقدامات زیاتوي ځکه دوی داسې فکر کوي چې له مي وروسته به د طالبانو له بریدونو سره مخ سي.
دغه څرګندونې د المان د دفاع وزیرې انه ګریټ کرامپ کانباور کړې دي، هغې وویل چې په افغانستان کې له سرتیرو شېبه پر شېبه تماس کې یو او موږ دا خبره ډیره جدي نیسو، هلته به تقویه کوونکي ځواکونه، اضافه ویلېط تجهیزات مرمۍ او نور مواد ډیر ژر انتقال سي.
د انبارو په وینا د طالبانو له لوري بریدونو ته د یوه ستر ګواښ په ترګه ګوري او باید چمتوالی ورته ونیسي هغې د طالبانو هغه خبرداري چې له مي وروسته به پر بهرنیوځواکونو بریدونه پیل کوي وویل دوی ځکه چمتوالی نیسي.
د المان دفاع وزیرې وویل چې لومړیتوب یې دا دی ترڅو د خپلو سرتیرو ساتنه وکړي.
د المان وزیرې پر داسې مهال دا څرکندونې کړې چې اوس مهال د افغانستن په قضیه کې تر ټولو مهمه موضوع همدا د بهرنیو سرتیرو ماموریت دی چې طالبان یې له مي وروسته نه مني.
خو داسې ښکاري چې د روان کال تر پایه به لاهم امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې پاتي سي طالبانو له امریکا او متحدینو غوښتي چې د دوحې هوکړې په نظر کې نیولو سره له افغانستانه خپل سرتیري وباسي اوکه چیري دا چاره ترسره نه کړي نو له پراخو بریدونو سره به مخ سي.
امریکا او ناټو وايي چې په دې حالت کې په غیري مسؤلانه توګه له افغانستانه نسي وتلی او که چیري وزي هم نو تر مي ډیر لږ وخت پاتي دی نو ځکه باید خپل ماموریت اوږد کړي.
روانه میاشت به د افغان سولې په هکله بدلیدونکې پریکړه کیږي د ترکیې کنفرانس جوړیدونکی او ټول لوري ورته سترګې پر لاره دي ښايي په دې کنفرانس کې د بهرنیو ځواکونو د ماموریت داوږدیدلو په هکله هم بحث وسي او د افغانستان په هکله یوه برخلیک ټاکوونکې پریکړه وسي ترڅو اوږد مهاله جګړه ختمه سي
Comments are closed.