The news is by your side.

د هرات دخولي دروازه کې غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د یو شمېر ټرانسپورټي شرکتونو مسوولین او موټرچلوونکي ادعا کوي چې د هرات ښار په دخولي دروازه کې په لوړ تناژ ترازوګانو یا تله کې ترې په غیر قانوني توګه پیسې اخیستل کېږي.

هغوی ويلي چې له هر موټره تر لس زرو پورې په غیر قانوني ډول پیسې اخیستل کېږي او بیا شخصي جیبونو ته ځي.
د هرات ولایتي شورا هم دغه موضوع تاییدوي او وايي چې په یاده ساحه کې په ناقانونه توګه موټرچلوونکو څخه پیسې اخیستل کېږي.
عبدالواسع کوهدامني، چې په هرات کې د «نوي کوهدامن افغان» د ټرانسپورټي او باروړلو شرکت مسوول دی، ادعا کوي چې د هرات میرداوود ترازو کې، له پنځو تر ۱۰زرو افغانیو د زیات تناژ له امله اخلي او دا پیسې د دولت حساب ته نه ورځي او د خلکو جېبونو ته ورګرځي.
هغه وویل:((زموږ موټرچلوونکي کیسه کوي چې پنځه میاشتې کیږي چې یو ځل بیا د میر داوود تله پیسې اخلي او د قانون سره سم باید پیسې وا نه خلي.))
نوموړي له حکومته غواړي، که د زیات وزن له امله پیسې اخیستل قانوني دي، باید هغوی ته کوم سند ورکړي، څو خبر شي چې جریمه شوې پیسې یې د زورواکو حساب ته نه ورځي.
د هرات ولایتي شورا غړی عبدالرحیم صالحي وایي، چې د ولسمشر محمداشرف غني د حکم خلاف، د هرات ترازوګانو کې پیسې اخیستل کیږي.
هغه ټینګار لري چې باید هر څه ژر د دې شوکو مخه ونیول شي او په خبره یې، د ترازو جریمه له هرات پرته بل په هېڅ ولایت کې نه ترسره کیږي او باید دلته هم دغه چاره بنده کړل شي.
د مالوماتو له مخې، له مخې، هره ورځ په منځني ډول ۲۰۰ تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د هرات – اسلام قلعه لویې لارې او د میرداوود له دروازې تېرېږي.
د هرات ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د اسلام قلعه ګمرک په لس کیلو مټرۍ، میرداوود او شیدایي کې د لوړ تناژ مشخصولو تلې فعالې دي او د دې تلو فعالیت په ۹۶ کال کې ځنډېدلی و او له یو کال وروسته یې فعالیت له سره شو.
یوازې هرات نه دی، د کابل او کندهار په دخولي دروازو په لګول شویو ترازوګانو کې هم د ناقانونه پیسو اخیستو شکایتونه خپاره شوي دي.

Comments are closed.