The news is by your side.

محب: طالبان یوازې جنګ پېژني، په سیاست او خبره نه پوهېږي

محب: طالبان یوازې جنګ پېژني، په سیاست او خبره نهپوهېږي
خبریال وېبپاڼه/ د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبانو کلونه جګړه کېږي او اوس یې شعور دومره ټیټ شوی، چې له جګړې پرته بل هیڅ شی نه پوهېږي.
نوموړي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې طالبانو له جګړې پرته بل هیڅ کار نه دی کړی او اوس دې کچې ته را رسېدلي چې یوازې جنګ پېژني او په سیاست او خبره نه پوهېږي.
د هغه په وینا، طالبان هماغه د دوو لسیزو پخوانی جنګي ډله ده، چې نه د دین په سم تعبیر پوهېږي او نه د سیاست، ځکه هیڅ تغییر یې نه دی کړی.
محب زیاته کړې، چې طالب ډله فکر کوي چې د زور او جګړې له لارې به واک ته ورسېږي، خو په خبره یې، افغانستان اوس ډېر تغییر کړی او طالبان باید خپل دا خوب اوبو ته ووايي.
هغه ټینګار کړی، چې واک ته د رسېدو یوازېنۍ لار ټاکنې دي او طالبان که واک ته رسېدل غواړي، نو د نړۍوال تر نظارت لاندې دې شفافو ټاکنو ته رامخته شي، چې ګتونکی او بایلونکی مالوم شي. هغه څه چې څو ورځې وړاندې ولسمشر محمداشرف غني هم ویلي و.
د ملي امنیت شورا سلاکار په طالبانو غږ کړی چې ټوپک په ژبه له جواب ورکولو تېر شي او د سولې غږ ته لبیک ووايي، تر څو د افغانانو د کلونو ستره هیله پوره او په ډاډمن او اباد افغانستان کې ژوند وکړي.
هغه پسې زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو په بشپړ ډول له هېواد، خاروې او خلکو د دفاع وړتیا لري او هیچاته به اجازه ورنکړي، چې جګړه ګرمه او د افغانانو ژوند تر دې هم بدتر کړي.
نوموړي د امنیتي ځواکونو لخوا د طالبانو د پسرلنیو جګړو د دفع کولو لپاره د بشپړو امنیتي تابیاوو د نیول کېدو خبر ورکړل او زیاته یې کړه، چې د وسله والو طالبانو د ټولو ترهګریرزو موخو د خنثی کولو لپاره تدابیر نیول شوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار داسې مهال د طالبانو په اړه دا ډول توندې څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې ده، څو ورځې وروسته په ترکیه کې د سولې په اړه مهمه غونډه جوړه شي، چې د افغان سولې او جګړې په اړه به مهمې او برخلیک ټاکونکې پرېکړې پکې وشي.

Comments are closed.