The news is by your side.

د پاکستان او طالبانو په هکله د امریکا حیرانوونکی راپور

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا د کانګرس لپاره په یوه لیکلي راپور کې راغلي چې د طالبانو سره د پاکستان اړیکي د دې لامل سوې چې د افغان سولې په برخه کې خنډونه او ځنډ رامنځ ته کړي.

د کانګریګېشنل پلټنې له لوري په یوه راپور کې چې  کانګرس غړو لپاره جوړ سوی ویل سوي چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې له وسلوالو ډلو خصوصا د حقانې ډلې سره اړیکي لري.

راپور واويي  امریکا او افغان چارواکي د افغان کشالې اوږدوالی یوازي  د حقاني ډلې سره د پاکستان د اړیکو ښکارندويي کوي او وایي چې د افغان کشالې اوږدوالی یوازي له طالباو سره د پاکستان اړیکي دي.

په راپور کې پاکستان د افغان سولې په برخه کې خورا مهم ګاونډی بلل سوی د راپورو پاکستان تورن کړی چې له څو لسیزو راهیسي په خورا چټکي سره د افغانستان په چارو کې منفي رول لوبوي

په اوسمهاله توګه هم راپور پاکستان تورن کړی چې له حقاني شبکې او طالبانو سره پراخې اړیکي لري او د افغان کشالې اوږدوالی او خنډونه یوازي پاکستان رامنځ ته کړي دي.

راپور کاږي چې د بین لافغاني خبرو اجنډا به د تاوتریخوالي کمول او د افغانستان په راتلوونکي نظام باندې متمرکزي وي او په دې اړه به بحثونه وسي.

تراوسه پوري لا هم له لسیزو لسیزو را په دې خوا پاکستان خپل ځان د یوه ښه ګاونډي په توګه ثابت نه کړ او لاهم خپلو غیري منطقي کړنو ته دوام ورکوي.

که څه پاکستان په دې وروستیو کې د افغان سولې هڅو امتیاز یوازي ځان ته ورکړی خو د امریکا له دې تازه راپور څخه ښکاري چې پاکستان لاهم په خپل دوه مخیتوب کې بي ساری دی او نه غواړي چې افغانستان کې سوله او امن بر قراره سي.

پاکستان ادعا کړې چې د سولې وروستۍ هڅې ټول د دوی قرباني ده او د همدې پروسې د رامنځ ته کولو لپاره پاکستانیاانو لویه قرباني ورکړې، که څه هم تر دې وړاندې هم پاکستان د طالبانو او نورو تروریستي ډلو په ملاتړ تورن سوی وو، خو پاکستان بیا دا تورونه بې  ځایه بولي افغان امنیتي مسؤلینو هم ویلي چې طالبان پاکستان کې مرکزونه لري ځکه په افغانستان داسې ځای نلري چې پکښي  دیره سي.

Comments are closed.