The news is by your side.

غني یوه امریکايي جنرال ته مډال ورکړ

خبریال ویبپاڼه/ افغانستان کې جګړه او د افغان سرتیرو سرښندنه اوس مهال د ټولې نړۍ په مخه یو مثال سوی او ټول افغانان دا مهال په خپلو سرتیرو ویاړ کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د غوڅ ملاتړ ماموریت د ارکان رئیس ته دولتي مډال ورکړ، ارګ په دې هکله په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې نن د جنرال تورستن پاشواتا ته یوه دوتلي مډال ورکړ.

جنرال پاشواتا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو غوڅ ملاتړ ماموریت رییس ارکان وو، چې نن يې د خدمت موده پای ته ورسیده او په همدې مناسبت ورته افغان ولسمشر د دوی په وینا د غوره خدمتونو مډال ورکړ.

په بیان کې راغلي چې دې جنرال ته د ډیر ښه پوځي خدمت له کبله دا مډال ورکول سوی او له هغه څخه مننه هم کړې ده.

د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته امریکايي سرتیرو ته په جګړه کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی او د مالوماتو له مخې یوازي د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې کله کله مرسته کوي

امریکايي جنرال ته د ولسشمر له لوري په داسې حال کې مډال ورکول کیږي چې تازه په ټول  هېواد کې تاوتریخوالی روان دی او په ورځني ډول نښتې بمي چاودنې او جګړې د افغان ځواکونو په وړاندې پراته لوی خنډونه دي.

جګړه څوک کوي او مډالونه اخلي؟

افغان ځواکونه او تر ډيره بریده جنرالان په سره اور خو امریکايان په خپلو پوځي اډو کې قرار ناست دي خو افغان ولسمشر نن یوه امریکايي جنرال ته مډال ورکړ، هغه ته يې د ښه پوځي خدمت کولو له امله دغه سوغات وکړ دې جنرال هم خوښي وښوده.

د طالبانو د هوکړې را په ديخوا بیا کوم امریکايي سرتيری نه دي وژل سوی طالبانو ویلي که چیري تر مي میاشت پوري امریکايي او ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ونه وزي نو دوی به پرې بریدونه وکړي، خو داسې ښکاري چې هیڅ بهرنی او امریکايي سرتیری په مي میاشت کې له افغانستانه نه وزي او نه هم  داسې څه موجود دي  چې له مخې يې وویل سي چې بهرنیان به له افغانستانه ووزي. روانه میاشت ترکیه کې کنقرانس جوړیږي او له هغه وروسته به مالومه سي چې بهرنیان باید څه وکړي؟

Comments are closed.