The news is by your side.

پاکستان غواړي د افغانستان له لارې مرکزي اسیا سره وصل شي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان له افغانستانه د اقتصادي سؤ استفادې په لړ کې دا ځل غواړي چې د افغانستان په مرسته د منځنۍ اسیا هېوادونو سره خپله سوداګري پراخه کړي.

د پاکستان د صنعت او سوداګري خونو مسؤلین وایي، چې د سوله ییز افغانستان په صورت کې پاکستان کولای شي، چې له ډېرو هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخه او لا زیاتو سوداګریزو اهدافو ته ځان ورسوي.
د پاکستاني چارواکو په باور، پاکستان په اوسنیو شرایطو کې اړ دی، چې له افغانستان سره په خپله پالیسي کې بدلون راولي، ترڅو وشي کولای د یاد هېواد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره ونښلي.
سره له دې، چې تېره پنج شنبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپټا تړون موده هم وغځېده؛ خو بیا هم پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګري او افغانستان ته بیا له هند سره د پاکستان له لاري د سوداګري اجازه نه ده ورکړل شوې.
افغان چارواکو هم ویلي وو، چې غواړي په راتلونکي کې د پاکستان له لارې له هند سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او همداشان پاکستان هېواد ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره وصل شي.
پاکستان په هر صورت اړ دی، چې له افغانستان سره د ښو اړیکو له لارې د ځان لپاره اقتصادي فرصتونه زیات کړي او د دې کار لپاره ورته پکار ده چې د افغان سولې په برخه کې رښتینې مرسته وکړي.
سره له دې چې پاکستان دا درک کړې ده چې پاکستان له افغانستان پرته اقتصادي پرمختګونه نه شي کولای او سوله ییز افغانستان به ورته اقتصادي فرصتونه زیاتوي، مګر بیا هم د سولې په برخه کې رښتنې همکاري نه کوي.
پاکستان وار وار ویلي چې د سیمې د ثبات لپاره د افغان سولې په برخه کې همکاري کوي او غواړي له دې لارې منځنۍ اسیا سره وصل شي، مګر تر اوسه یې داسې اقدام نه دی اخیستی چې د دوی ښه نیت دې وښيي.
نور پاکتسان ته پکار ده چې د سولې په برخه کې د رښتینې همکارۍ له لارې د ځان لپاره اقتصادي فرصتونه برابر کړي، ځکه دا مهال یې اقتصادي وضعیت هم ورځ تر بلې بدتر کېږي.

Comments are closed.