The news is by your side.

بلوڅ ملتپالو بیا پاکستاني پوځیانو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

خبریال وېبپاڼه/ بلوڅ ملتپالو د ازادۍ ترلاسه کولو مبارزه په لړ کې یو ځل بیا پاکستاني پوځیان په نښه کړي، چې مالي او ځاني زیانونه یې ور اړولي دي.

خبریال وېبپاڼې ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، دا پېښې د بلوچستان ايالت په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شوې دي، چې پکې د سرحدي پوليسو يوه پوسته، د پوځ يو موټر او د مخابراتي شبکې يوه خاده له منځه وړل شوي او ځاني زيانونه يې هم اړولي دي.
د سرحدي پوليسو پر پوسته بريد په خاران کې شوی او هلته بيا په مارګټ سيمه کې وسله‌والو د پوځ يو موټر په بم الوځولی دی، چې په دواړو پېښو کې شپږ عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د دې ترڅنګ د بلوچستان د کيچ په دشت سيمه کې وسله‌والو د پاکستان د زونګ مخابراتي شبکې يوې خادې ته بمونه ايښي او په بل مخ يې اړولې ده.
دا پېښې بلوڅ ملتپالو لخوا رامنځته شوې دي او له پاکستانه څخه د ازاد بلوچستان د رامنځته کولو مبارزې یوه برخه ده.
تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلوڅ ملتپالو دوې ورځې مخکې هم د بلوچستان د کوهلو ولسوالي په نساؤ سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو مرګونی برید کړی و چې نهه تنه یې وژلي وو او ګڼ شمېر نور ټپیان وو.
بلوڅ ملت پال وايي چې د پاکستاني جابر پوځ په مقابل کې به یې مبارزه جاري وي او تر هغو به ترې لاس په سر نه شي، چې دغه پوځ د دوی له ځورونو لاس نه وي اخیستی.
د پاکستان پوځ د بلوڅانو پر ضد کلونه راهیسې ظلمونه پیل کړي دي چې په دې موده کې یې د بلوڅانو زرګونه کسان یا وژلي او یا یې تري تم کړي دي.
بلوڅان د دغو ظلمونو په مقابل کې کرار نه دي ناست او وخت ناوخته د پاکستاني پوځیانو پر موټرو او پوستو مرګوني بریدونه ترسره کوي، چې دا د پاکستاني پوځ لپاره د خطر زنګ دی.
بلوڅ ملتپال د ازاد بلوچستان غوښتونکي دي، خو پاکستان بیا ازاد بلوچستان نه غواړي، ځکه دغه ایالت د پاکستان تر ټولو غني سیمه ده او له پریمانه طبعي زېرمو یې د پاکستان حکومت ګټه اخلي.

Comments are closed.