The news is by your side.

خواله رسنیو ولې محمود فضلي بیا په غلا تورن کړ

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار ځوانان او مدني فعالان ادعا کوي چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر محمود فضلي د کندهار د دولتي ادارو د یو شمېر رییسانو، چې په مالي فساد تورن دي، د ژغورلو هڅه کوي.

دوی وايي، په دې وروستیو کې یو شمېر رییسان په مالي او اداري فساد تورن شوي او د ولایتي ادارې رهبري لخوا څارنوالۍ ته معرفي شوي، خو د چارو ادارې مشر هڅه کوي، چې د دوی د فساد په تورونو پرده وغوړوي.
لیکوال او خبریال صدیق الله افغان وايي، چې محمود فضلي ظاهراً د خپل سفر موخه د ځینو پروژو پرانیسته ښيي، خو اصلي هدف یې د ګمرک له غلا څخه د یوه مهم کس خلاصول دي.
هغه لیکي:(( د کندهار د ګمرک اصلي بانډ په ارګ کې دی، بدنام په کندهار کې دی او تاوان یې کندهار وړي، ځکه خو د چارو ادارې مشر کندهار ته راځي، تر څو د غلا شریکان خلاص شي.))
که څه هم مالومه نه ده، چې محمود فضلي ولې د دغو رییسانو د ژغورلو هڅه کوي، خو مدني فعالان ادعا کوي چې په فساد ککړ رییسان له محمود فضلي سره شریکان دي، ځکه خو یې د ملاتړ لپاره کندهار ته د سفر موزې په پښو کړې دي.
مدني فعال غمی شاه لیکی:(( د چارو ادارې مشر محمود فضلي د کندهار ګمرک د مخکېني رییس جاوید منګل د غلاوو او پر هغه د فساد تورونو او اسنادو په هلکه کندهار والي سره جوړ جاړی وکړي، تر څو جاوید منګل په خپله دنده پاتې شي.
یو تن بل مدني فعال اشرف پوپل بیا وايي، چې د کندهار خلک د فساد په مخنیوي کې د ولایتي ادارې ملاتړ کوي او هیچاته به اجازه ورنه کړي، چې مفسدین وژغوري.
د نوموړي په خبره، هغه رییسان چې د ولایتي ادارې لخوا د فساد په تور له دندو ګوښه شوي، په هیڅ صورت به بیا خپلو دندو ته پرې نه ښودل شي او د چارو ادارې مشر دې په ولایتي چارو کې ناقانونه لاسوهنه نه کوي.
مدني فعال عصمت الله اغا بیا ادعا کوي، چې د دولتي ادارو د غلاوو او ناقانونه کړنو اصلي هسته په مرکز کې ده، چې مشر یې محمود فضلي دی او ولایتي اداره باید نور دې ډول کارونو ته اجازه ورنکړي، چې څو محدود کسان د څلور میلیونه نفوس په سرنوشت لوبې وکړي.
د مالوماتو له مخې، د کندهار د ګمرک، اقتصاد، کرهڼې او مالدارۍ، مستوفیت، ښاروالۍ، کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاستونه هغه اداري دې چې په رییسانو یې د مالي او اداري فساد ادعاوې ثبوت شوې دي.
اوس تازه د چارو ادارې مشر محمود فضلي کندهار ته سفر کړی، چې د خپل سفر موخه یې د ځینو پروژو پرانیسته ښوولې، خو خبریال او مدني فعالان بیا د هغه د ورتګ په اړه بېلابېلې ادعاوې لري، چې عمده هغه یې په فساد د یو شمېر ککړو رییسانو ژغورل ښوول کېږي.
د چارو د ادارې پر مشر تر دې وړاندې هم د فساد ګڼې ادعاوې شوې دي، چې هماغسې پاتې دی او تر اوسه یې د څېړلو په اړه کوم عملي اقدام نه دی شوی؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په ولایتي کچه په فساد کې د نوموړي د ښکېتیا خبره کېږي او ښيي چې د نوموړي فساد ولایتونو کې هم ريښې کړې دي.

Comments are closed.

koi finance