طالبانو نظامي کمیسیون ته د جګړې امر ورکړ
خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې په خوست او ننګرهار کې د ملکي خلکو د وژنې ویډيو ګانې خپرې شوې اوس طالبانو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په وړاندې به دوی نور خاموش پاتې نشي.
طالبانو پخپلو نظامي کمیسیون باندې غږ کړی دی چې د ګډو ځواکونو د عملیاتو د دوام په صورت کې په دوی باندې ورته حملې ترسره کړي.
په داسې حال کې چې تمه ده په راتلونکو دوه اونيو کې د ترکیې هېواد په استانبول ښار کې د بين الافغاني خبرو يوه مهمه غونډه ترسره شي په عملي ډول په افغانستان کې د جګړې شدت نور هم د لوړېدو په حال کې دی.
په خوست او ننګرهار کې افغان حکومت د شويو عملياتو په پايله کې د ملکيانو وژل نه مني او وايي چې د طالبانو هغه کسان یې وژلي چې د عملياتو تیاری یې کاوه.
د سولې خبرې یوه داسی پړاو ته رسېږي چې که افغانان وغواړي او يا هم نه نو بيا به هم دا خبرې یوه پايله ورکوي، ځکه بهرني هېوادونه په ځانګړي ډول امريکا غواړي نور دا صفحه وتړي.
که چېرې افغانان پخپلو کې سره نه جوړېږي بدون د شکه امريکا په دوی باندې خپله طرحه مني، خو دننه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه زیاتېدل هغه څه دي چې د يوې احتمالي توافقنامې وروسته هم ددې ښکارندويي کوي چې جګړه به دوام وکړي.
په خوست کې ولایت کې د شويو عملياتو په پايله کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په هکله انځوریز شواهد شتون لري خو حکومت یې نه مني، د بل لوري د هېواد په نورو برخو کې د طالبانو عمليات او حملې هم شتون لري چې حالت پسې بېخي کړکېچن کوي.
که د تاوتريخوالي کچه په هر اړخيز ډول کمه نشي او يا اوربند قايم نشي نو په استانبول کې کېدونکی تړون به هم په افغانستان کې سوله تضمين نکړي.
Comments are closed.