The news is by your side.

اماراتو بهرنیانو په ويزو کې بله لويه آساني رامنځته کړه

خبريال وېبپاڼه- د متحده عربي اماراتو د پېژندپاڼې او تابعيت ادارې اعلان کړی دی چې بهرنیانو ته به د يوه نوي پروګرام له مخکې شپږ میاشتنۍ عاجلې ويزې ورکوي.

څوک کولای شي دا ويزې ترلاسه کړي؟

څو کټګورۍ وګړي دي چې کولی سي دا ويزې ترلاسه کړي، ددې له جملی څخه يوه يې هم هغه کسان دي چې په اماراتو کې پانګونه وکړي، دې کسانو ته لومړي د شپږو مياشتو وروسته د يوه کال او وروسته تر شپږو او دولسو کلونو پورې ويزې ورکول کېږي او يا تمديد کېږي.

هغه کسان چې د يوې پروژې مالکيت او يا هم مشري په غاړه ولري، په دې هکله ډېر زيات جزيات نه دي ورکړل شوي دا به څه ډول پروژې وي.

په دې کټګورۍ کې هغه کسانو ته چې لوړې زده کړې لري زيات اهميت ورکول شوي دي، ددې نوي قانون په بنسټ هغه کسان چې دوکتورا لري کولي شي په مستقيم ډول ددې وړانديز څخه برخمن شي.

هغه کسان چې په یوه ځانګړي بخش کې تخصصي پوهه ولري، له دې جملې څخه د ويروس پوهنې په برخه کې، يا هم د بېګ ډېټا په برخه کې، د برېښنايي اينجنيرۍ په برخه کې، د پروګرامېنګ په برخه کې، د جنټیک تخصص لرونکي کسان له دې وړانديز څخه ګټه اخیستلای شي.

په دې وروستيو کې عربي متحده اماراتو بهرنیانو ته د ويزو ورکولو په برخه کې ځينې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړې دي.

ددې هېواد حکومت اوس هڅه کوي چې امارات د پانګونې د مرکز ترڅنګ اوس په يوه سائنسي او علمي مرکز هم بدل کړي، حکومت هڅه کوي هغه بهرني ساينس پوهان چې په مدرنو او پرمختللو علومو کې ځيرکتيا او استعداد ولري خپل هېواد ته ور وربولي.

ددې لپاره دوی ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي، امارات ددې ترڅنګ په ډيجيټل برخه کې هم پانګونه کوي، هغه کسان چې په انلاين ډول کار کوي هم امارات ورته په زړه پورې وړانديز لري، دا ډول کسان که د مياشتې تر پينځو زرو ډالرو عوايد ولري نو دا هېواد ورته اوږد مهاله ویزې ورکوي.

Comments are closed.