The news is by your side.

افغان حکومت هرکال په جګړه څومره مصرف کوي؟

خبريال وېبپاڼه- افغانستان د اوږدې مودې راهیسې د يوې بې رحمه شخړې او جګړې په غېږ کې پروت دی، دې جګړې نه يوازې چې ددې هېواد د پرمختګ مخه ونيوه بلکې موجود پرمختګ یې هم له منځه يوړ.

د جګړې يو شديد زيان د افغانستان اقتصاد ته دی، په داسې حال کې چې افغانستان پخپله لويه تکيه په بهرنیو مرستو کوي بيا هم د خپلې بوديجې يوه په دریمه برخه په جګړه باندې مصرفوي.

ددې لپاره چې په جګړه پانګونه زياته ده نو د ودانۍ چارو ته بيا بوديجه هم کمه پاتې کېږي، افغانستان هر کال يو نيم ميليارد ډالر په جګړو باندې مصرفوي، دا د افغانستان غوندې يوه هېواد لپاره ډېره زياته بوديجه ده، که چېرې دا پيسې په جګړه نه مصرف کېدی نو د هېواد ډېری يا د پام وړ بنسټيزې پروژې ورباندې رغېدلای شوی.

د چارو شننونکي وايي چې افغانستان په اوس وخت کې د نړۍ يو له ترټولو فقير ترينو هېوادونو څخه دی چې ډېری خلک يې په ورځ کې دوه ډالره عوايد هم نلري، په داسی يو حال کې پرون افغانستان هر کال يو نيم ميليارد ډالر په داسی يوه جګړه مصرفوي چې هېڅ پايله نلري.

د هېواد مطلق اکثریت نفوس اوس د فقر د کرښې ترلاندې ژوند کوي او د خوراکي توکو دکمښت سره مخ دی، ډېر خلک سمې غذا او خوړو ته لاسرسی نلري او صرف يو ډول ګوزاره کوي.

جګړې د یوه لوري د افغانستان شته بنسټونه وران کړل د بل لوري يې د نړۍ د پرمختګ له کاروان څخه افغانستان شاته پاتې کړ، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د وروستۍ ټېکنالوجۍ، د ترټولو سوکاله ژوند خبرې کېږي په افغانستان کې د خلکو درد د بېګاه ډوډۍ وي.

د افغانستان په جګړه کې درۍ مهم لوري شتون لري، يو لوری یې امريکا ده چې جګړه په افغانستان کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره مناسبه زمینه بولي، بل لوری حکومت دی چې ډیری چارواکي يې جګړې ته د تجارت په سترګو ګوري او بل لوري طالبان دي چې جګړه د ښکلو حورو تخت ورغلې لار ګڼي.

ليکوال: تاج محمد ارين

Comments are closed.

koi finance