The news is by your side.

د پیس ناروغۍ لاملونه او درملنه څه ده؟

خبریال ویب پاڼه: د پیس ناروغۍ لاملونه په دقیق ډول نه دي څرګند خو د پیس د ناروغۍ په رامنځته کېدو کي ارثي او غیر ارثي لاملونه رول لري. د پیس ناروغۍ په منځ ته راوړلو کي مهم لاملونه په لاندي ټوګه ذکر شوي دي:

۱. پیس کېدای شي د معافیتي سیسټم یوه ناروغي اوسي چې معافیتي سیستم مکروبونه، ویرسونه او پرازیتونه له منځه یې وړي، داسي ویل کېږي چي معافیتي سیسټم پر رنګ جوړونکو حجراتو د نابلده حجراتو په څیر عمل کوي او له منځه یې وړي.

۲. د پيس ناروغۍ بل لوی لامل ارثي لامل ده.  پیس په هغه کسانو کي ډیره لیدل کیږي چي په کورنۍ کې یی نژدې دوستان په اخته وي.

۳.داسي هم ویل کیږي چي کله د رنګ جوړونکو حجراتو له خوا رنګ دانه یا میلانین جوړېږي په همدې وخت کي اکسیداتیفي مواد هم جوړېږي او د رنګ جوړونکو حجرو د له منځه وړو لامل کیږی، د حجراتو په دننه برخه کي د انتي اکسیدانت سیسټم سم کار نه کوي د ازادو رادیکلونو د ډېرېدو لامل کیږي.

او د پیس ناروغي منځ ته راوړي.

۴. پرته له شکه د پیس ناورغۍ په منځ ته راوړلو کي د ناروغ عصاب او روان هم ډېره اغېزه لري.

د پیس ناروغي په کوم سن کي شروع کیږي؟

د پیس ناروغي په هر سن کي لیدل کيږي د ناروغۍ شروع د ماشومتوب څه بیا د ژوند تر شپږمي او اومي لسیزي پوري لیدل سوېده، اماډیری د ځوانۍ په عمر کي د ۲۱ کلنۍ څه مخکي شروع کیږي

د پیس ناروغۍ نښي کومي دي؟

 

د سپینو شیدو په رنګ د سپینو لکو منځ ته راتلل د پیس ناروغۍ یواځنی تشخصیه نښه ده، چي کېدای شي د پوستکي هره برخه په اخته شي. په لمړیو کي کوچنۍ لکه منځ ته راځي او بیا ورپسې د وخت په تیرېدو سره غټیږي،  چي نوي لکې هم منځ ته راسي ځیني وختونه لکې د پوستکي په یوه ځانکړي برخې  پوري محدودي وي او نه ډیریږي.

د پیس ناروغۍ درملنه  څومره وخت کې کېږي؟

د پیس د لکو درملنه وخت غواړي او اوږد مهاله درملني ته اړتیا ده چې بیا ځیني وختونه درملنه د یو څه تر دو کالو پوري دوام کوي،

هغه ټکي چي د پیس ناروغان باید په پام کې ونیسي:

۱. سپیني لکې د رنګ جوړونکو حجرو د مړه کېدو له وجې منځته راځي او ډېری درملني د لکو څه بیرته د رنګ اخستلو سبب کیږي.

۲.بله خبره دا ده چې اندیښنه مه کوی، ځکه چي تشویش اندیښنه هم د ناروغۍ وده تیزه کوي.

۳.پر پوستکي باندي د ضربې څه مخنیوی وکړی، ځکه چي اکثره د پیس سپیني لکې په خوږ سوې ناحیه کي منځ ته راځي.

۴.غذایي مهالویش ته مو هم باید پام وي ځکه د پیس ناروغانو په اړه ځیني غلط باورونه د غذا د پرهیز په هکله شتون لري چي باید باور په ونه کړو، لکه له مستو او شیدو څخه پرهیږ، تروې میوې، د کب غوښه… د پوستکي د متخصیصینو ټولو ډاکټرانو له نظره له نظره هیڅ ډول پرهیز د پیس ناورغانو لپاره نشته.

۵.د پیس ناروغانو لپاره د لمر د وړانګو ډېر ضرر لري چې بلید د پوستکي ساتنه ورنه وشي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.