The news is by your side.

چین او افغانستان د ترکیې غونډې په اړه غږېدلي

خبریال وېبپاڼه/ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د چین له سفیرر وانګ یې سره کتلي دي او په بېلابېلو موضوعاتو یې نظرونه سره تبادله کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د نورو برخو ترڅنګ د افغان سولې په اړه په د ترکیې په استانبول کې د جوړېدونکې غونډې په اړه هم خبرې اتر شوې دي.
خبرپانه زیاتوي، چې دواړو لورویو د ترکیې غونډه د سولې او جګړې د برخلیک مالومولو لپاره مهمه بللې ده او هیله یې ښوولې چې د روان بد وضعیت د ختمولو لپاره به مثبته پایله ولري.
د چین سفیر ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل مومي او دوی به په دې برخه کې له افغانانو سره خپلې بشپړې همکاري ته دوام ورکړي.
د چین سفیر په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې افغانستان سره به یې مرستې تر اوږدې مودې پورې وي او نه غواړي، چې له یاد هېواد سره خپلې اړیکې محدودې کړي.
هغه دغه راز ډاډ وړاندې کړی، چې له افغانستان سره به په امنیتي او اقتصادي برخو کې اوږد مهاله مرستې وکړي او هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اړیکو ته نوره هم پراختیا ورکړي.
د سرچینې په خبره اتمر هم په دې ليدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو همکاري مهمه ده او چین کولای شي، چې د افغان سولې پروسه او همداشان په سیمه ییزه اجماع کې مهم رول ولوبوي.
هغه ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی، ځکه خو باید د سولې په برخه کې د سیمې هېوادونه خپل رول ثابت کړي، تر څو افغان جګړه نور پای ته ورسېږي.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړې کېدو هڅې پیل کړې، چې تر ډېره بریده یې پایلې مثبتې دي.
باید هم همداسې شوي وای، ځکه دا مهال د سولې پر وړاندې تر ټولو جدي خنډ د سیمې ییزې اجماع کمزوري ده، چې که دغه اجماع پیاوړې شي، نو د سولې په برخه کې به جدي پرمختګونه رامنځته شي.
راپور: هادي مخلص

Comments are closed.