The news is by your side.

د غني د ټاکنو طرحې په هکله د طالبانو غبرګون

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا د ټولشموله حکومت د طرحې وروسته یو شمېر سرچینو وویل چې ولسمشر غني له وخته مخکې د ټاکنو طرحه جوړه کړې او د ترکیه غونډه کې به يې شریکه کړي.
په دې تړاو ډفینس پوسټ خپرونې یوه مطلب خپرو کړی او ویلي يې دي چې طالبان ښايي د غني تر وخت مخکې ټاکنو طرحه ونه مني.
د دې خپرونې د مطلب له مخې په باور د طرحې محتوا ته په کتلو سره ښايي طالبان له دې طرحې سره مخالفت وکړي ځکه دې ډلې تل په ټاکنو کې ګډون رد کړی.
د غني له وخته مخکې د ټاکنو طرحه چې وړاندیز سوې او ښايي د استانبول په غونډه کې هم شریکه سي درې مهم ټکي لري چې له طالبانو سره پر یوه سیاسي جوړجاړي ته رسیدل، د نړیوالې ټولنې ترڅار لاندې د اوربند ټینګښت، او تر وخت مخکې ټاکنې پکښي شاملي دي.
خپرونې اټکل کړی چې طالبان به د غني د ټاکنو طرحه ونه مني خو بل پلوه بیا امریکا پر طالبانو او افغان دولت باندې فشارونه ډیر کړي چې باید یوې هوکړي ته ځانونه ورسوي.
د استانبول کنفرانس د افغانستان لپاره مهم او حیاتي بلل سوی تراوسه پوري په دې هکله ویل سوي چې دا کنفرانس به برخلیک ټاکوونکی او د یوې نهايي پریکړې درلودونکی وي، چې دویم او دریم ځل لپاره دا کنفرانس و ځنډېد.
په دې کنفرانس کې طالبانو او افغان دولت لا له وړاندې د ګډون خبره کړې او د دوی ترڅنګ به سیمه ییز هېوادونه او امریکا هم ګډون وکړي.
تمه وه چې دا غونډه د اپریل پر۱۶ نېټه د ترکیې استانبول ښار کې ترسره سي خو راپورونه وايي چې د استانبول دا غونډه تر نامالوم وخته پوري ځنډېدلې او مالومه نه ده چې څه وخت به ترسره سي خو هیلې ورته سته چې د ټولو لورو په ګډون سره به د افغان ثبات لپاره هرومرو کومه پریکړه کیږي د دې کنفرانس په رانژ دې کیدلو سره امریکاهم خپل فشارونه پر طالبانو او افغان دولت زیات کړي ترڅو یوې نهايي هوکړي ته سره ورسیږي او د امریکا په ګډون ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي چې هغوی پر ټاکلي نېټه له افغانستانه ووزي

Comments are closed.