The news is by your side.

امریکایانو د افغانستان په هکله بايډن څخه څه وغوښتل؟

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې د امریکا د متقاعدو کورنیو یو شمېر سازمانونو او فعالانو جو بایډڼ ته یولیک استولی چې له جوبایډن څخه غوښتي تر چې ترمي میاشت پوري له افغانستانه خپل سرتیري وباسي.
په لیک کې لیکل سوي له بده مرغه موږ په افغانستان کې دومره پاتي سو چې د لومړیو دندو ترسره کوونکو عسکرو اولادونه اوس په افغانستان کې دندې ترسره کوي.
بايدن ته ویل سوي چې موږ په خپل خدمت ویاړ کوو، خو اوس د دې وخت را رسیدلی چې نور باید خپلو کورونو ته ستانه سو، هغوی ټینګار کړی هرڅومره چې ژر کیږي باید امریکايي سرتیري نور له افغانستانه ووزي.
د مالوماتو له مخې دا مهال لاهم په افغانستان کې د امریکا ۲۵۰۰ سرتیري لري چې د ناټو د ۷۰۰۰ ځواکونو ترڅنګ په دنده بوخت دي.

بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د مي تر میاشتي له لوژستیکي پلوه د سرتیرو ایستل ستونزمن کار دی
ناټو د افغان پوځ په هکله بیا جالبه وکړه
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو د افغانستان په هکله تازه څرګندونې کړې او د نویو همکاریو ژمنې يې کړې دي.
پونټیګورو د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په تازه لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتوونکي دي په دې برخه کې به به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
سټفیانو ویلي زیاته چې د سولې د ملاتړ ترڅنګ د افغان پوځ ملاتړاو له دوی سره همکاریو ته ژمن یو.
د ناټو دا چارواکی پرداسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه په را نژدې کیدلو ده او د دوحې د هوکړې سره سم باید ټو بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي وي خو داسې ښکاري چې هیڅ بهرنی سرتیری تر مي میاشتي پوري ښايي له افغانستانه ونه وزي.
امریکا ویلي له لوژستیکي پلوه نسي کولای خپل سرتیري په دومره لنډه موده کې له افغانستانه وباسي.
خو وسلوالو طالبانو بیا خبرداری ورکړی که چیري امریکا او نور هېوادونه د دوحې هوکړي په نظر کې نیولو سره له افغانستانه و نه وزي نو دوی به پرې خپل بریدونه پیل کړي

Comments are closed.

koi finance