The news is by your side.

پوروړی پاکستان د بلوڅ ملازمینو حق نه ورکوي

خبریال وېبپاڼه / سره له دې چې د پاکستان حکومت بلوچستاني ملازمینو سره ژمنه کړې وه، چې معاشونه به یې لوړوي، خو تر اوسه یې عملي اقدام نه دی کړی او له امله یې بلوڅ ملازمینو په لاریون لاس پورې کړی دی.
نن اوولسمه ورځ ده چې دغه لاریون دوم لري او پاکستاني حکومت تر اوسه داسې کوم غبرګون نه دی ښوولی چې د لاریونوالو قناعت حاصل کړل شي.
دوی وايي، چې د پاکستان حکومت ورسره د تنخوا لوړېدو ژمنې کړې وې، خو لاهم نه دي پوره شوي، ځکهه خو دوی خپل لاریون اوولسمط ورځې ته وغځاوه.
د ملازمینو په خبره، چې دوی په اداراتو کې سخت کار ترسره کوي او په بدل کې یې د پاکستان حکومت یواځې دومره تنخوا ورکوي، چې د دوی لپاره هیڅ بسنه نه کوي، حتی د کورنیو لومړنۍ اړتیاوې یې هم نه پرې پوره کېږي.
ملازمین وايي، ترهغې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي، ترڅو یې پاکستاني حکومت غوښتنې نه وي منلي او معاشونه یې نه وي ورته لوړ کړي.
د پاکستان حکومت څخه د تنخوا د نه ورکړې له کبله نه یواځې بلوچ ملازمینو لاریون کړی؛ بلکې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د پېښور پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو هم لاریون کړی وو او ویلي یې و، چې د پاکستان حکومت ورته د څو میاشتو تنخوا نه ده ورکړې او د اوسني معاش اندازه یې هم ورته کمه کړې ده.
اوس مهال د پاکستان حکومت له ګڼو هېوادونو، نړیوال بانک او ځینې نورو بانکونو څخه پوروړی دی، چې دې مسئلې څو ځله د پاکستان په داخل کې د عمران خان د حکومت پر وړاندې مظاهرو ته هم لار هواره کړه.
خو سره له دې چې پاکستانی پوروړی دی، په زور او جبر د بلوڅ ملتپالو حقونه خوري او زده کړو نیولې بیا تر بل حق پورې یې محروم کړي دي، چې نور یې د بلوڅانو د صبر کاسه نسکوره کړې او د خپلو حقونو د ورکړې لپاره یې په لاریون لاس پورې کړی دی.
هلته بیا د حکومت ضد سیاسیون عمران خان او ډله یې په دې تورنوي چې پاکستان یې له اقتصادي پلوه مخ په زوړ روان کړی دی او باید استعفا ورکړي.

Comments are closed.