The news is by your side.

ناټو د افغان پوځ په هکله بیا جالبه وکړه

خبریال ویبپاڼه/ که څه هم اوس په هېواد کې ٪۹۰ سلنه او یاهم تر دې زیاتي امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونه مخ ته وړي، او دا مهال په یو شمېر ولایتونو کې جګړې هم روانې دي.
که څه هم ناټو پر وتلو نه وتلو ده خو بیا یې هم جالبه کړې او ویلي یې دي چې له افغان ځواکونو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
ناټو خپله ژمنه یوځل بیا تازه کړه او ویې ویل چې له افغان ځواکونو سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو د افغانستان په هکله تازه څرګندونې کړې او د نویو همکاریو ژمنې يې کړې دي.
پونټیګورو د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په تازه لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتوونکي دي په دې برخه کې به به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
سټفیانو ویلي زیاته چې د سولې د ملاتړ ترڅنګ د افغان پوځ ملاتړاو له دوی سره همکاریو ته ژمن یو.
د ناټو دا چارواکی پرداسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه په را نژدې کیدلو ده او د دوحې د هوکړې سره سم باید ټو بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي وي خو داسې ښکاري چې هیڅ بهرنی سرتیری تر مي میاشتي پوري ښايي له افغانستانه ونه وزي.
امریکا ویلي له لوژستیکي پلوه نسي کولای خپل سرتیري په دومره لنډه موده کې له افغانستانه وباسي.
خو وسلوالو طالبانو بیا خبرداری ورکړی که چیري امریکا او نور هېوادونه د دوحې هوکړي په نظر کې نیولو سره له افغانستانه و نه وزي نو دوی به پرې خپل بریدونه پیل کړي.
امریکا ویلي چې د افغانسان د موضوع په هکله کوښښ کوي ترڅو له سیاسي لارې يې حل کړي او په پلان کې ده چې راتلوونکې کې د افغان سولې په هکله د ترکیې په استانبول ښار کې یو لوی کنفرانس جوړ سي او د افغانستان په هکله به برخلیک ټاکوونکې خبرې ترسره سي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړې او بمې چاودنې رامنځ ته سوې او داسې اټکل کیږی چې تر پخوا د تاوتریخوالي کچه لوړه سوې چې ورسره هممهاله د خلکو اندېښنې هم زیاتي سوې.

Comments are closed.