The news is by your side.

د مسعود په نوم جادې نومولو امله د تره کي شکایت

خبریال ویبپاڼه/ پروفیسور روستار ترکي د احمد شاه مسعود په نوم فرانسه کې د یوې جادې په نومولو د هغه ښار ښاروال له لوري د فرانسې یو شمېر وکیلانو ته شکایت کړی.
روستارکي ترکي په یوه شخصي متحدالمال لیک کې چې د فرانسې یو شمېر وکیلانو ته يې استولی یې د پاریس له ښارواله شکایت کړی.
استاد روستار ترکي د پاریس ښاروال تورن کړی چې په دې کار سره افغانستان کې قومي اختلافاتو ته لمن وهي.
هغه ټینګار کړی چې د فرانسې پارلمان د دې کار په هکله ژر تر ژره خپل نظر شریک کړي او په دې هکله اقدام وکړي
په لیک کې راځي چې احمد شاه مسعود یو قومي جنګسلار وو، او د یو لوی قوم په مقابل کې يې بغاوت کړی او له دې لارې يې قومي اختلافاتو ته زمینه برابره کړې، ځکه نو د فرانسې دا کار د مسعود له لوري د قربانیانو پر زخمونو د مالګې اچول دي.
روستار ترکي له روسیې سره د احمد شاه مسعود جګړې د هالیوډ سېنما د فلونو یوه برخه بللې او له طالبانو سره د هغه جګړې يې نامشروع او د ملي منافعو خلاف بللې.
د هغه د دې لیک جزیات د بي بي فارسي څانګې خپاره کړي او په خپل لیک سره یې د پآرلمان غړو له لوري د غبرګون غوښتنه کړې.
موده وړاندې د پاریس د ښاروال له لوري د قوماندان احمد شاه مسعود په نوم یوه جاده ونومول سوه، د قوماند مسعود د جادې نومونې په دې مراسمو کې مخکني ولسمشر حامد کرزي، د ملي پخلاینې مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو د هغه خواخوږو ګډون کړی وو.
که څه مخکنی ولسمشر حامد کرزی او نور سیاسون دا یو غوره کار ګڼی خو استاد روستار ترکي د پاریس له ښارواله شکایت کړی او دا کار یې په افغانستان قومی تعصباتو د لمنې وهلو په معنی بللی، هغه ټینګار هم کړی چې باید د فرانسې پارلمان او وکیلان د دې کار په هکله غبرګون وښيي.
د قوماندان مسعود اړیکي د هغه د ژوند پرمهال خورا ښې وې او څو ځله یې پاریس ته سفر هم کړی وو، چې له وژل کیدلو ۲۰ کاله وروسته د نوموړي دوست هېواد فرانسه په یوه اقدام کې یوه جاده د دده په نوم کوي.
احمد شاه مسعو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له هغوی سره جګړې وکړې خو په ۲۰۰۱ زیږدیز کال د دوه عربو له لوري ووژل سو.

Comments are closed.