The news is by your side.

روسیه له پاکستانه غواړي چې طالبان سولې ته حاضر کړي

خبریال وېبپاڼه / د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې سرګي لاوروف په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی او هلته به پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، لاوروف به له پاکستان وغواړي چې په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.
د سرچینې په خبره، لاوروف له پاکستانه غواړي چې طالبان په یو ډول د سولې ته حاضر کړي، تر څو نور له سر زوري لاس واخلي او په داسې لارو چارو فکر وکړي، چې پایله یې د جګړې پای ته رسول وي.
دا چې روسیه ولې له پاکستانه غواړي چې طالبان سولې ته حاضر کړي، بېلابېل اړخونه لري او د دوی په نیت هم د سړي شک پیدا کوي، ځکه د طالبانو یوه ریښه په روسیه کې هم ده او د دوی لخوا حمایه کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هند ته تللی و او له هندي چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې.
سرګي لاوروف ټینګار کړی و چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو رول مهم دی او دلته ثبات د ټولو اړخونو په ګټه دی.
تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي وو، څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي دومره افغانستان او افغانان سولې ته نږدې کېږي.
د لاوروف په خبره هند په سیمه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستندوی په توګه په دې پروسه کې مهم رول لري او باید خپلې هڅې لا ډېرې کړي.
نوموړی وايي، هند د افغان سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه په جوړوو شوو کنفرانسونو او غونډو کې رغنده رول لوبولی دی او روسیه یې د هڅو ستاینه کوي.
دغه لوړپوړي روسي ديپلومات ویلي، چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې اجماع په لا پياوړتیا کې هڅه کوي.
تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د افغان سولې او دلته د سیاسي حل له درکه هند ته رامنځ ته شوې اندېښنې له منځه یوسي.

Comments are closed.