The news is by your side.

د ولسمشر په اړه د وزيرانو کيسې

خبریال ویبپاڼه/ دا راپور د ملي یوالي حکومت پرمهال د یو شمېر وزیرانو له مرکو برابر سوی ولسمشر غني او د کابینې له وزیرانو سره د هغه عجب او غریب چلندونو په هکله به واورئ.

د ملي یوالي حکومت پرمهال د کابیني ټاکل جنجال ته وتلي او په نیمايي ویشل سره غني او عبدالله خپل وزیران وټاکل چې یو شمېر یې سرپرستان ول.

یو کس چې د ملي یوالي حکومت پروخت وزیر وو، نوم يې نه دی ذکر کړی ویلي د اوبو په حوض کې لمبیدم چې زنګ راته راغلی او وویل سول چې زه نوماند وزیر یم ولسمشر سره مخ سوم، د هغه پوښتنې مې ځوابولې او پای کې يې راته وویل چې له نن څخه د و کیلانو څخه د رایو تر لاسه کولو په ډاډمنتیا پیل وکړه او باور رایه ترلاسه کړه.

دی وايي په لومړیو مو داسې انګیرله لکه هاني مون ته چې تللي یوخو په کرار مخالفتونه زیات سول او د یو شمېر وزیرانو د لیري کولو لپاره به ولسمشر دوسیې جوړولې.

په دې کیسو او خبرو کې ویل سوي چې کله چې به چا ورته طرحه وړاندي کوله نو تر طرحه ورته وړاندې کوونکی مهم وو، له پیغامه ورته پیغام راوړونکی مهم دی.

جالب دادی که به یې وړاندي کوونکی د عبدالله کس وو، نو هرومرو به یې طرحه نیمګړی او کوایفو ډکه بلله.

په ورته وخت کې به انور سادات چې د غني د حکومت پر مهال والي او وزیر پاتي سوی وو ویلي چې معقوله او درسته طرحه به د کابینې له لوري تصویبیدله.

بل وزیر وویل جې تر ډیره يې طرحې ریدېدلې او ان یو مهمه طرحه دوه کاله د ولسمشر لاسلیک ته منتظره ول خو ده نه غوښتل چې هغه کار د پلاني په نوم سي.

یوه بل وزیر بیا کیسه وکړه که به د ولسمشر طرحه خوښه نه سوه نو وزیر به یې باد باد کاوه تونیدې نیوکې يې پرې کولې خبرو کې راځي یوه وزیر طرحه وړاندې کړه چې اوږده وه د ښاغلي غني ډیر لوستل نه خوښېږي، پر وزیر يې نیوکې وکړې او داسې ښکاریده چې وزیر اخیر له طرحې وړاندي کولو پښېمانه وو.

اریوبي وویل چې ولسمشر د طرحو د نیمګړتیا وو، پر وخت خپل نظر هم وړاندې کوی

خو برعکس یوه بل بیا وویل چې غني د وزیرانو له طرحي بشپړه ګټه نه خلي

په عمومی ډول سره دکابینې د غونډو په هکله او د ولسمشر د چلند په هکله د تریخ حالت انځور ورکول سوی

د ولسمشر فرهنګي سلاکا شاحسین مرتضوي وایي ولسمشر اجازه نه ورکوي چې غونډه له ټاکلي موضوع ووزي او د غونډو نظم د ښاغلي کرزي د وخت پرتله زیات فرق لري

Comments are closed.