The news is by your side.

ف.اکسپرس: افغان سوله مبهم برخلیک سره مخ ده

خبریال وېبپاڼه / فایننشنال اکسپرس په نامه هندي نشریې د افغان سولې په اړه یوه اوږده مقاله خپره کړې ده او ویلي یې دي چې افغان سوله له مبهم برخلیک سره مخ ده.

مقاله کې راغلي، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستل د بایډن پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه ده او نوموړی لا هم په دې اړه زړه نا زړه دی، چې سرتېري وباسي او که یې پرېږدي.
مقاله کاږي، د افغان سولې پروسې برخلیک هم تر اوسه څرګند نه دی او دا بهیر لا هم پېچلی او ستونزمن دی، چې ګڼې اندېښنې یې پيدا کړې دي.
مقاله کې راځي، بایډن تر ټاکنو مخکې امریکایانو ته ژمنه ورکړې وه چې له افغانستان او منځني ختیځ څخه به خپل سرتېري بېرته کورونو ته ستنوي خو له تخنیکي پلوه دا مسئله عملي نه ښکاري ځکه چې په دومره کمه موده کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل ممکن نه دي.
د مقالې په یوه برخه کې راغلي، ښایي تر یو څه مودې پورې امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي او دا هغه مسئله ده چې افغان سوله نوره هم ننګولی شي، ځکه طالبانو ویلي چې که چېرته په ټاکلې نېټه امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ونه وځي نو دوی به یې پر وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړي.
د مقالې وروستۍ برخه کې راغلي چې افغان سوله اوسمهال پېچلې ښکاري خو د ترکیې کنفرانس ته هیلې شته او ممکن دا ناسته په دغه هېواد کې سولې ته د رسېدو لار اواره کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغان سولې په اړه د ترکیې غونډه ځنډېدلې ده او ځینو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې ښايي دغه غونډه د ټاکلې نېتې خلاف کوم بل مناسب وخت کې جوړه شي.
هلته بیا امریکا په حکومت او طالبانو فشارونه زیات کړي او غواړي چې د سولې اړوند خپله طرحه په هر ډول چې وي عملي کړي او د همدې طرحې په چوکاټ کې د ترکیې غونډه جوړه کړي.
دلته بیا تر بل هر وخت جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.

Comments are closed.