The news is by your side.

د روسیې او ناټو ټکر

خبریال ویبپاڼه/ کیف او ناټو په هغه څه چې روسیې د اوکراین پر پوله خپل ځواکونه ډیر کړي اندېښنه ښودلې او زیاته کړې يې ده چې د روسیې له لوري د سرتیرو ډیروالی او پر سرحد یې حضور پاروونکی دی او خبرداری یې ورکړی.
د ناټو او روسیې ټکر
تر ډیره بریده روسیه کوښښ کوي اوکراین تر خپله ولکه او کنټرول لاندې وساتي خو د دې هېواد اړیکي له ناټو او امریکا سره د روسیې ناخوښه دي.
خو کله چې په بیله توګه د خپلو سرتیرو شمېر له دې هېواد سره پر پوله زیاتوي نو ورسره سمدلاسه د ناټو له مخالفت سره مخامخ کیږي. ناټو د روسیې دغه خورا پاروونکی بللی.
المانۍ دي ویلت ورځپاڼې په خپله یوه راپور کې ویلي چې ناټو د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پوره ملاتړ کوی خو په د دې سازمان غړي هېوادونه په یاد هېواد کې د اوربند تړون ماتیدو څخه په اندېښنه کې دي.
د ناټو سازمان د غبرګون په هکله یې ویاند وویل ناټو په پوره غور سره حالت تر څارنې لاندې لري او په اوس وخت کې د اوکراین پر سرحد د روسي پوځیانو د حضور زیاتوتول د بې ثباتي سبب کیږي او نا امني رامنځ ته کولای سي.
تیر ۲۰۲۰ کال د اروپا د امینت او همکارۍ هېوادونو سازمان له هڅو وروسته په دې وتوانید چې په اوکراین کې یو سرتاسري اوربند رامنځ ته کړي خو اوی مالومیږي چې له اوربند څخه تخطي روانه ده.
له تیري څو مودې را په دې خوا د اوکراین دولت او پاڅوون کوونکو ترمنځ جګړې وې بیا اوربند رامنځ ته خو اوس دواړې خواوې یو او بل په اوربند ماتولو تورنوي.
امریکا څه وایي
امریکا په داسې نړیوالو مسایلو کې چې روسیه پکښي ښکېله وي دستي غبرګون ښيي او همداسې وسول تیره جمعه د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین دولت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ترکومه حده چې په سیمه ییزه کچه سیالي روانه ده همدومره د اوکراین مسله هم پېجلې کیدلای سي امریکاد اوکراین دولت ملاتړ کړی ناټو بیا د روسیې له لوري پر پوله د زیاتو عسکرو ځای پرځای کیدلو ته غبرګون ښودلی نو همدا وجه کیدلای سي چې سیمه ییزه سیالي به هم روانه وي

Comments are closed.