The news is by your side.

پ.طالبان: د پاکستان د نظام ساتونکي به یو یو ووژنو

خبریال وېبپاڼه /پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د پوځ په وړاندې د خپلې وسله والې مبارزې په لړ کې د صادق خان په نوم یو پوځي وژلی دی.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالي په ټاون شپ سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي، چې ملګرو یې د صادق خان په نوم پاکستانی پوځي لومړی تعقیب کړی او وروسته یې وواژه.
ده ټینګار کړی، چې د پاکستاني حکومت او پوځ پر ضد به یې وسله واله مبارزه تر هغو جاري وي، چې دغه نظام یې نه وي را پرځولی او پوځ یې ړنګ کړی نه وي.
د خراساني په خبره، هر هغه څوک به په خپل نوبت ووژني، چې د یوې ورځې لپاره یې هم د پاکستان د ظالم نظام په ګټه ټوپک او لباس په غاړه کړی وي او د دغه مفسد نظام ساتنه کوي.
که څه هم پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستاني طالبانو په مقابل کې کرار نه دي ناست او وخت ناوخته یې پر ضد عملیات کوي.
پاکستاني طالبان څوک دي؟
پاکستاني طالبان د پاکستان د دولت پر ضد جنګيږي چي د دوی په فکر د امريکا غلام دی او د دیموکراسۍ او غربي قوانین عملي کوي. د دې تر څنګ دوی د سوفيانو، شعيه مذهبو او احمديانو په وړاندي هم جګړه کوي چي دوی ورته د کافرانو په سترګه ګوري. له پاکستان څخه د باندي د امريکا پر ضد بريدونه هم د پاکستاني طالبانو د خوښۍ باعث ګرځي. په دوه زره اووم مېلادي کال بيت الله محسود د پاکستاني طالبانو د غورځنګ بنسټ کېښود چي د هغه له مړيني وروسته هم اوس د پاکستاني طالبانو ډلې بېله يو د بل سره د منظم کېدو خپلسري فعاليتونه کوي.
د افغانستان د طالبانو په پرتله د پاکستاني طالبانو ډلې يو د بل سره زياتې نه دي تنظيم، خو د قبايلي سيمو څخه ليري د پاکستان په زړه کې بعضي بريدونه د پاکستاني طالبانو دا وړتيا هم ښيي چې دوی ګډ کار کولای شي.
که له يوې خوا د پاکستان پوځ د ستراتيژيکو ملګرو په توګه د افغانستان د طالبانو له لاسه ورکول نه غواړي، له بلې خوا د خپل هيواد دننه د اورپکو له منځه وړل غواړي. له بلې خوا په ټوليزه توګه دغه هيواد په دې کې پاتې راغلی چې په قبايلي سيمو کي د پرمختګ او تعليم لپاره کار وکړي. د قبايلي سيمې ځوانانو ته پرته د ديني سخت دريځۍ بله لاره نه وي پاته چي له امله يې ګڼ شمېر دغه ځوانان د طالبانو په بېلا بيلو ډلو کي غړيتوب اخلي.

Comments are closed.