The news is by your side.

ښه خبر: ۴۴ د اوبو بندونه جوړیږي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د اوبو مدیریت په برخه کې د پاملرنې په پار په تازه خبرونو کې ویل سوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې تازه د ۴۴ نورو لویو بندونو د جوړیدلو اراده سوې.
د افغانستان د اوبو تنظیم ملي اداره خبر ورکوی چې دا لوی بندونه د هېوا په ۲۱ ولایتونو کې موقیعت لري او موخه يې همداده چې د هېواد د اوبو مدیریت په برخه کې لا نوره هم پاملرنه وسي، مالومات وايي هدف يې زابل، پکتیکا، ارزګان، غزني، میدان وردګ، فاریاب، غور، بادغیس، کونړ، نورستان، پروان او همدارنګه یو شمېر نور ولایتونه دي چې دوی پکښي د نویو بندونو جوړیدلو پلان لري.
د افغانستان د اوبو مدیریت لپاره پاملرنه روانه ده او کوښښ کیږي چې بهر ته تلوونکي اوبه مدیرت او ګټه یې عامو افغانانو ته ورسیږي.
د اوبو د تنظیم اداره په داسې حال کې د اوبو د نورو بندونو جوړیدلو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د هېواد نیمروز ولایت کې د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل سو او هلته افغان ولسمشر د نورو بندونو جوړیدلو او اوبو مهارولو خبر ورکړ.
افغان ولسمشر په دې ورځ ایران ته په خطاب کې وویل چې نورې مفتي اوبه نسته او که چیري تاسو غواړئ اوبه ترلاسه کړئ نو موږ ته تیل او پیسې راکړئ.
افغان ولسمشر وویل چې موږ هرڅه لرو او خپلې اوبه به د نورو هېوادونو له پيسو او تیلو سره برابره وو، هغه وویل افغانستان مخ پروده هېوادونو کې راتلای سی.
که چیري په یادو غریبو او له پامه لویدلو ولایتونو کې د اوبو دا بندونه جوړ سي نو لیري نه ده چې په عامه توګه به افغانان له خپلو کروندو څخه زیات عاید ترلاسه او اقتصاد به وده وکړي.
خو بیا هم پاملرنه په کار ده ځکه د اوبو دښمن کوښښ کوي ترڅو د اوبو د مدیریت مخه ونیسي او په ډيری ولایتونو کې يې پر بندونو بریدونه هم کړي دي

خو تراوسه پوري د افغانستان د اوبو د تنظیم ادارې په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې لاهم ټنیګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې به د بندونو جوړولو لاس په کار کیږي

Comments are closed.