The news is by your side.

لاوروف: افغان سوله کې پاکستان نه هند غوره کړ

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې په اړه په نړیواله کچه بحثونه ګرم او ډيری ښکېل هېوادونه د دې لټه کې دي چې مهم ټکي پیدا او د سولې پروسې د اسانتیا لپاره يې وکاروي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندوو کې ویلي چې د افغان سولې لپاره د هند رول مهم بللی هغه ویلي چې په سیمه ییزه کچه د افغان سولې لپآره د مرستندوی په توګه د هند رول خورا مهم دی او هیله یې ښودلې چې هند خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
د ده په وینا چې په لویو کنفرانسونو کې هند د افغانستان او سولې په هکله خورا مهم او رغنده رول درلود ځکه نو روسیه د دوی له هڅو مننه کوي هغه دا هیڅ ونه ویل چې پاکستان هم مهم دی د لاوروف خبرې یوازي پر هند متمرکزې وې او له هنده یې د خوښي په څرګندولو سره وویل چې لاهم هیله لري هند نور هم همکاري وکړي او په هدف یې نور هم په افغان سوله کې خپل ځان ښکېل کړي.
هغه ویلي چې د افغان سولې پروسې د بریا لپاره څومره چې اړینه ده باید یوه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته سي هغه زیاته کړه څومره چې سیمه ییزه اجماع قوي کیږي هغومره موږ د سولې نهايي پریکړي ته نژدې کیږو.
د یوې پیاوړې سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره افغان دولت هم ویلي وو، هڅه کوي ترڅو په سیمه ییزه کچه د دولتونو اړتیاوي نظرونه اندونه د افغان سولې لپاره په ګوته او افغانستان د یوې دایمي سولې په لور ولاړ سي
روسیه هند پر داسې مهال مطرح کوي چې ډیرو هېوادونو بیا په پاکستان کې تناب اچولی او د افغان په هکله دې هېواد اته یو شمېر کریډیټ ورکوي خو د یوې سیمه ییزې اجماع چې اوس دې ته کار پیل سوی پاکستان یو بې رول او هیر سوی هېواد په ګوته کیږي چې څو ځله د دې هېوادونو د مشرانو نارې سورې پورته سوې او ویې ویل چې د افغان سولې وروستۍ هڅې د د وی د زحمتونو او قربانيو ثمره ده.

خو چا هم غوږ پرې و نه نیوی ځکه افغانستان اوس هغه هېواد نه دی چې د ستونزو حل به يې یوازي پاکستان کوي

Comments are closed.