The news is by your side.

په شکر د اخته کسانو شمېر څومره ده؟

خبریال ویب پاڼه: د شکر ناروغي  په هر کال په نړۍ کې په میلیونونو کسان اخته کېږي او لږ تر لږه پنځه میلیونه کسان وژني.

د نومبر ۱۴ نېټه په نړۍ کې د شکر نړیوالې ورځ ده، لو د ورځې نومولو څخه موخه دا ده تر څو د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

د شکر ناروغي هغه وخت رامنځ کېږي چې د انسان په بدن کې انسولین جوړ نه شي او یا د انسولین اغیز ډېر لږ شي.

کله چې انسولین د انسان په بدن لږ یا بې اغیزې شي نو حجرو ته ګلوکوز د مصرف لپاره نه دننه کېږي او د دې پر ځای یې په وینه کې د کچې په جږېدو سره انسان په شکر ناروغي اخته کېږي.

د شکرې په ناروغۍ باندې د اخته کسان نښې نښانې دا دي، چې  ژر ژر تشو متیازو ته ځي، ژر وږی کېږي او تر پخوا ډېر خواړه خوري.

که چېرې  د دې ناوړې ناروغۍ مخنیوی ونشي او درملنه ونه شي نو ډېرې نورې ناروغۍ به ترې وزېږېږي لکه: د پښتورګو ناروغۍ، د ماغ سکته، د سترګو د دید کموالي او حتی د مړینې سبب هم ګرځېدای شي.

د ډیابېټېس ډولونه په لاندې توګه دي:

که چېرې په پانکریاس کې انسولین نور جوړ نشي نو دې ته ټایپ ون شکر وايي، چې د ېوند په لومړیو یا په ماشومتوب کې رامنځ ته کېږي.

په ټایپ ټو یا دوهم ډول شکر کې د انسان بدن د انسولین په وړاندې غبرګون ښودلی نشي  او که په ساده توګه ووایو نو انسولین په بدن کې شته خو خپل کار نشي ترسره کولی چې د همدې ډول شکر په نړۍ کې د شکر د ناروغیو ۹۰ فیصده جوړوي.

ډېری دغه ډول شکر په پخو عمر لرونکو خلکو کې  خلکو او یا کله په نویو ځوانانو کې هم لیدل کېدای شي.

د یادونې ده چې دا ډول شکر په هغو خلکو کې هم ډېر لیدل کېږي چې د شکر ناروغۍ پخوانۍ تاریخچه ولري.مطلب دا چې د شکر ناروغۍ یې د کورنۍ په نورو غړیو کې شته وي.

د ډیابېټېس د مخنیوي لارې چارې څه دي؟

که انسان خواږه لږه وخوري او له دې سره هره ورځ ورزش وکړي نو د شکر ناروغۍ څخه  به بچ شي.

که د بدن وزن مو زیات وي نو هرو مرو یې د کمېدو کوښښ وکړئ.

ډاکټران په دې اړه وايي، که په تاسو کې مو د شکر د ناروغۍ نښې نښانې راښکاره شوې نو باید سمدلاسه ډاکټر ته لاړ شئ تر څو ناروغي پر خپل وخت کنټرول شي.

په شکر د اخته کسانو شمېر څومره ده؟

د روغتیا نړیواله اداره یا هم (ډبلیو اچ او) دا وایي، په نړۍ کې د شکر په ناروغۍ باندې ۱۵۰ میلیونه کسان اخته دي او د دوی د اټکل له مخې به دا کچه تر ۲۰۲۵ کاله پورې دغه شمېره ښايي ډېره زیاته چې حتی تر دوه برابره زیاته شي.

ډبلو اچ او(wHO) دا هم زیاتوي، ډېری دغه پېښې به په مخ پر ودې هېوادونو کې ځکه پر ډېرېدو ده چې په دغه هیوادونو کې خلک پکې خپل وزن نه کنټرولوي، غیر صحي خواړه خوري او د دې ترڅنګ  ورزش نه کوي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.