The news is by your side.

د خپلو پوځیانو په هکله د امریکا خبرداری

خبریال ویبپاڼه/ د مي میاشت کې باید ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي همدا موضوع ده چې اوس مهال د افغانستان او افغان سولې په هکله د بحث وړ ده
امریکا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د مي میاشتي دوی خپل سرتیري له افغانستانه نسي ایستلای ځکه وخت کم او له لوژستیکي نظره دا کار کول ګران دي.
سپیني ماڼۍ په خپل نوي خبرداري کې ویلي چې جوبایډن په دې هکله له سلاکارانو سره مشورې کوي او ویلي یې دي چې تر مي میاشت پوري له لوژستیکي پلوه نسي کولی چې دومره سرتیري له افغانستانه وباسي.
بایډن په دې هکله وویل چې په دوامدره توګه له خپلو امنیتي سلاکارانو او متحدینو سره مشورو ته دوام ورکوي.
امریکا زیات کوښښ کوي ترڅو د ترکیې ناسته کې طالبان او افغان دولت یوې هوکړي ته یو له بل سره ورسیږي خو دا چې اوازې دي د ترکیې غونډه ځنډیږي افغانان یې له اندېښنو سره مخ کړي.
د افغان دولت د عملیاتو په ځواب کې طالبانو خپلو جنګیالیو ته د ورته اقدام او جګړې کولو امر کړی چې بیرته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې ډګر تود سوی او د نا امنۍ پیښي زیاتي سوې دي.
تیره ورځ د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې نښتې او بمي چاودنې رامنځ ته سوې وې چې ملکي او نظامي افغانانو ته یې ګڼ تلفات اړولي وو، دا نو د نا امنیو د پیل دریځ دی.
تر دې وړاندې داسې ویل سوي وو، چې د امریکا او طالبانو د یوې نوې هوکړي له مخې به طالبان خپل بریدونه کموي خو طالبانو د یوې فلمې په لټولو سره بیرته جګړو ته زور ورکړی.
له مي وروسته څه کیږي؟
ښايي د مي تر میاشتي مخکې د استانبول غونډه وسي چې د امریکايي ځواکونو د شتون او یا هم بل کوم څه په اړه یوې هوکړې ته امریکا او طالبان رسیدلي وي، خو که چیري داسې کوم څه ونه سي طالبانو لا له وړاندې تر مي میاشتي وروسته د بهرنیو او امریکايي ځواکونو شتون سره مخالفت کړی او ویلي یې دی چې بریدونه به پرې وکړي دا مهال شاوخوا ۷۰۰۰ ناټو،او ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانسان کې حضور لري

Comments are closed.