The news is by your side.

امریکا ځان کاږي

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې امریکا په افغانستان کې د یوه سیاسي حل لپاره يې پر ښکېلو لورو فشارونه زیات کړي چې ترڅو یوې حل لاري ته ورسیږي.
دا راپور کاږي چې امریکا پر طالبانو او دولت فشارونه زیات کړي ترڅو له جګړې وروسته یوه توافق ته سره ورسیږي.
امریکا اوس په دې لټه کې ده چې د دې چې څنګه او له کومو لارو له افغانستانه خپل سرتیري وباسي د دې فشارونو له لارې امریکا غواړي ترڅو د خپلو سرتیرو وتلو ته زمینه برابره کړي، تراوسه پوري هغوی د خپلو فشارونو په واردولو سره غواړي د خپلو سرتیرو وتلو ته زمینه برابره کړي.
امریکا به د خپلې طرحې عملي کولو لپاره عملي اقدامات یا فشارونه اچوي خو تراوسه پوري د دې طرحې د عملي کولو لپاره کوم اقدام نه دی سوی راپورونه وایي چې د امریکا د طرحې بدیل افغان ولسمشر له وخت مخکې د ټاکنو طرحه جوړه کړې او داسې ښکاري چې له وخته مخکې د ټاکنو طرحه به افغان ولسمشر د استانبول کنفرانس ته وړاندې کړي تراوسه پوري مالومه نه ده چې د کنفرانس ګډونوال به د ولسمشر دې طرحې ته کوم غبرګون وښيي.
د ترکیې کنفرانس
د ترکیې استانبول کنفرانس خورا مهم بلل سوی یو شمېر افغان سیاسون، او نورو مسؤلینو دا کنفرانس برخلیک ټاکوونکی بللی او ویلي یې دي چې دا کنفرانس به نهايي لوری ټاکی اوس ویل سوي چې دا کنفرانس ځنډیدلی
له ارګ نه سرچینوخبریال وېبپاڼې ته وویل چې ترکیه کې د سولي ‌راروان کانفران وځنډول سو او پر ټاکلې نېټه (۱۶) اپریل باندي‌ باندي‌ نه کېږي.

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ومنل چې د غونډې د ځنډ علت د اجنډا پر سر ستونزې دي‌ چې ترکي چارواکي؛ زلمی خلیلزاد؛ پاکستان او روسیه یې د حل هڅې کوي.‌

له ارګ نه یولوړ رتبه چارواکي‌ چې نه یې غوښتل نوم یې یاد سي‌ دا یادونه هم وکړه چې اوس اروپايي‌ ټولنه د امریکا برخلاف د افغانستان د ولس او حکومت سره ملاتړې ده؛ او د سرچینې په وینا د اروپايي‌ټولنې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان د سولي په تړاو ژور بحثونه سوي‌ دي.‌

بل لورته د سولي په پروسه کې د امریکا د استازي ‌زلمي‌خلیلزاد نېژدې سرچینې وايی چې خلیل زاد هڅه کوي‌ چې د اپریل میاشتې د (۱۶) نېټې غونډه پر ټاکلي ‌وخت په ترکیه کې وشي؛ خو د سرچینې په وینا چې ترکي چارواکو د افغان حکومت اندېښنې له زلمي‌ خلیلزاد او نورو لوریو سره شریکي کړې دی.‌

که څه هم تر دم ګړیه لا د ترکیې د غونډې بل تاریخ نه دی تاکل شوی؛ خو اټکل دی چې د ترکیې غونډه به د اپریل پر ځای په مۍ میاشت کې وشي.‌

Comments are closed.

koi finance