The news is by your side.

قانع د پدرام شړېډلی وړانديز په خوله کې ور وچ کړ

خبريال وېبپاڼه- په افغانستان کې د پېژندپاڼو مسله د ځينو پرديپالو له لوري په کافي ډول وځنډېده او وځپل شوه، نه داسې حال کې چې د افغانستان نجات يوازې او يوازې د يوه قوي سيستم په رامنځته کېدو کې دی او ددې سيستم لپاره برښنايي پاڼې او ډيجيټل دولت جدي اړتيا ده خو بيا هم پرديپال او د هېواد د بنسټ دښمنانان ددې پېژندپاڼو د ځنډ سبب شول.

د ډېرې مودې لپاره دوی په دې نامه د برېښنایي پېژندپاڼو مخالفت کاوه چې ګواکي په دې کې د قوم نوم نشته، دوی بيا يو ډېر ګستاخ انتقاد او وړانديز هم درلود، دوی ويل چې د په پېژندپاڼه کې دې د ملت نوم یانې افغان لرې شي او صرف د قوم نوم دې پکې شتون ولري.

ددوی دا ګوستاخ وړانديز خو ددوی په مخ ور وويشتل شو خو وروسته حکومت پرېکړه وکړه چې د ملي وحدت لپاره په پېژندپاڼو کې د ملت په څنګ کې د قوم نوم هم ولیکئ ترڅو د مرکزي ډېټا ترڅنګ د قوم په ښکاره ډول نه پېژندپاڼه کې هم شتون ولري.

خو‌ اوس دې پرديپالو وليدل چې د که د هر قوم خپل نوم وليکل شي خو بيا خو هغه حقيقت راښکاره کېږي چې کلونه کېږي دوي د نورو کوچنيو قومونو حق خوري هڅه کوي د هغوی هويت محوه کړي.

له همدې کبله تېره ورځ ددې پرديپالو څخه لطيف پدرام يو بل نخره وړانديز وکړ او ويې ويل چې په پېژندپاڼو کې دې د قوم نوم نه ليکل کېږي په ځای يې دې فارسي زبان او پښتو زبان وليکل شي.

پدرام چې وليدل د قوم په مسله کې بيا دوی شاته پاتې کېږي نو اوس يې ژبه رامخته کړه، خو د پدرام دغې شړېډلي وړانديز ته عصمت قانع په ټولنيزو رسنيو کې ښه فولادي ځواب ورکړ.

قانع پدرام ته ليکلي چې ژبه قوميت نه دی، هويت په ژبه پورې نه تړل کېږي او نه تړل شوی که داسې وی نو اوس همدا اوس به د نيمې نړۍ خلک انګليسان بلل کېدل.

قانع ډېر ښه ټکي ته اشاره کړې، که په نړيواله کچه د پدرام دا شړېډلی وړانديز ومنل شي نو د ترکيې کردان چې مطلق اکثریت یې په ترکي ژبه خبرې کوي بايد ترکان اعلان شي، د سينګاپور خلک چې ډېری یې انګليسي باندې خبرې کوي بايد انګليس اعلان شي.

معتصبو پرديپالو چې هر لوري ته لاس اچولی نو په خوله لګېدلي دي، په افغانستان کې احمد او محمود ډېر ښه مالوم دي، په قانون کې ټول برابر دي هیچاته اړتيا نشته چې د تعصب په بنسټ ځان د نورو سره پرتله کړي که نه له دې څخه به ذليل شي.

Comments are closed.