The news is by your side.

ايا اردوغان تېره شپه د يوې بلې کودتا سره مخ و؟

خبريال وېبپاڼه- تېره شپه په ترکيه کې ددې هېواد ۱۰۴ تقاعد شويو لوړ پوړو پوځي چارواکو يوه اعلاميه خپره کړه، په دې اعلاميه کې د ترکیې د موجود حکومت څخه غوښتل شوي و چې د اتاترک د رسم شوې لارې بايد لرې نشي.

دې اعلاميې يو ډول د کودتا رنګ درلود او حکومت سمدلاسه غبرګون وښود، په اعلاميه کې راغلي دي چې د ترکیې موجود حکومت بايد د اتاترک له لوري لاسليک شوې د ترکيې د سمندري غاړو تړون ته ژمن پاتې شي.

ددې ترڅنګ حکومت ته دا سپارښتنه هم شوې ده چې د اتاترک له لوري په ټاکل شوې لاره عمل وکړئ او که چېرې عمل ونکړي د ملک حالات به ګډوډ شي.

ولې نیوکې ورباندې وشوې؟

ترکیې د پوځي کودتاو اوږد تاريخ لري، په ځانګړي ډول هره کودتا د شپې ترسره شوې او د شپې يې اعلاميه خپره شوې ده.

دا اعلاميه هم په همداسې وخت يانې د شپې وخت خپره شوه، په ټولنيزو رسنيو کې ترکانو په دې نیوکه کوله چې ولې د شپې دا ډول يوه اعلاميه خپره شوه.

د بل لوري د ترکیې د سياست مطرح ګوند ايي پارټي مشرې هم دا اعلاميه ناسمه وبلله او ويې ويل چې تقاعد شوي چارواکي بايد پخپل ځای کېني، کوم وخت چې یې دنده درلوده بايد خپل کار يې په سم ډول ترسره کړی وی.

په دې چارواکو بله نيوکه دا وه چې که سياست کول غواړي رادې شي د ترکيې د هر یو ګوند سره چې غواړي یو ځای دی شي او يا دې هم خپل ګوند جوړ کړي خو دا ډول د شپې اعلاميه خپرول په دې مانا دي چې دوی ښه نيت نلري.

د ترکيې حکومت په یوه فوري اقدام کې ددې پخوانیو پوځي مشرانو له ډلې لس کسه نيولي دي او په دې اړوند ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وياند ويلي دي چې پوځيان دې پخپل ځاي کېني دا پخوانۍ ترکیه نده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن پخپله وينا کې وويل چې د اعلاميې وخت او د ليک طرز ددې ښکارندوی و چې دا اعلاميه په هېڅ صورت په ښه نيت نه ده خپره شوې.

Comments are closed.