The news is by your side.

روسیه: د افغانستان وضعیت مخ په خرابېدو دی

خبریال وېبپاڼه / د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د افغانستان وضعیت د خرابۍ پر لور روان دی او که چېرې اقدام ونه شي ښايي په ناورین بدل شي.
هغه زیاته کړې، چې دوی په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښمن دي او هڅه کوي چې د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي.
نوموړي په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال سره یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې ډګر په ګرمېدو دی او دوی دې وضعیت اندېښمن کړي دي.
لاوروف څرګنده کړې، چې له بحران څخه د افغانستان د وتلو یوازینۍ لار خبرې اترې دي او دوی ښکېل اړخونه رغنده خبرو اترو ته رابولي، تر څو تلپاتې سوله رامنځته شي.
هغه دغه راز ویلي چې روسیه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره پر یو سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي او هیله لري چې ښکېل اړخونه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
لاوروف له پاکستانه هم غوښتي چې د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي او طالبان مجبور کړي، څو نور په یوې هوکړې له افغان حکومت سره سلا شي.
هغه د سولې په برخه کې د پاکستان رول مهم ګڼلی او ټینګار یې کړی چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان باید د سولې په برخه کې واقعي همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې دوی د افغان سولې لپاره خپلو صادقانه همکاریو ته دوام ورکوي او د خبرو له لارې د افغان کشالې د حلېدو غوښتونکي دي.
قریشي ویلي چې دوی به تر خپله وسله ښکېل اړخونه دې ته وهڅوي چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي، تر څو سوله چې د افغانانو د کلونو ارمان دی پوره کړل شي.
روسیې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا هڅې پیل کړې دي او څه وخت مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هند ته هم تللی و او د سولې په اړه یې چارواکو سره خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې ښايي څه وخت وروسته د سولې په اړه د ترکیې غونډه جوړه شي او برخلیک ټاکونې پرېکړې به پکې وشي.

Comments are closed.