The news is by your side.

فیفا پاکستان مایوسه کړ

خبریال ویبپاڼه/ د پوټبال نړیوالې شورا یا فیفا له لوري د پاکستان غړیتوب یو ځل بیا ځنډول سوی دی ویل کیږي چې د فیفا پر دې پریکړه یو شمېر پاکستانیو لوبغاړو مایوسي هم څرګنده کړې.
پاکستان په تیرو پنځو کلونو کې دا دویم ځل دی چې د پوټبال نړیوالې شورا د غړیتوب وړاندیز کوي خو د دوی دا هیلې نه پوره کیږي، او د فټبال نړیوالې شورا د دوی دا ممبرشب ځنډولی.
که چیري پاکستان دا غړیتوب تر لاسه نکړي نو نه کولای سي چې نړیوالې لوبې وکړي او نه هم ورته نړیوال لګښت ورکوي.
فیفا دا ګام د هغه څه په غبرګون کې اخیستی چې د دې هېواد د پوټبال فدراسیون مشر اشفاق حسین د فیفا د کمیټې مشر هارون ملک له خپل دفتره په زور ایستل او دفتر يې ترې ګرځولی وو.
فیفا ویلي ترڅو چې بیرته هارون خپل دفتر ته ستون نسي او ورته ټولې چارې ونه سپارل سي نو د پاکستان لپاره د پوټبال نړیوال غړیتوب به هم وځنډول سي
د پاکستان ایالتي وزیر د پوټبال نړیوالې شورا څخه غوښتي چې د پاکستان د غړیتوب ځنډولو کې دي تلوار نه کوی او غواړي را پورته سوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
د پوټبال په برخه کې پاکستان هومره چې لازمه ده وده نه ده کړې ځکه نو له همدې امله په دې برخه کې زیاتي ستونزې موجودي دي.
فیفا یا د پوټبال نړیوالې شورا هم پاکستان پيژندلی او د دوی د ناسمو سیاستونو له کبله یې په دې هېواد کې د پوټبال ژغورنې په هڅه یاد هېواد له نړیوال غړیتوب څخه ایستلی

نړیوال پاکستان ته د اقتصاد، اړیکو، ورزش سیاست اړیکو تګ راتګ او داسې نورو ټولو برخو کې په ښه سترګه نه ګوري ځکه چې پاکستان په هرڅه کې دوه مخې توب او د کمزوري لپاره یې هڅه کوي تراوسه د پاکستان پوټبال ترڅنګ د ورزش په نورو برخو کې هم د مخ کښته روان دی.

په دې وروستیو کې پاکستان کې اقتصادي او سیاسي زوال نور هم د اندېښنې وړ  بحث دی په دې هېواد کې تر بل هر وخت اقتصادي ستونزې زیاتي او پاکستانیان يې خورا په اندېښنه کې اچولي

د فیفا له لوري وروستی ګام چې پاکستان ته د پوټبال نړیوال غړیتوب نه ورکوي په اصل کې ددوی لپاره لوی شرم کیدلای سي

Comments are closed.