The news is by your side.

غني د یوه مهم تضمين غوښتنه وکړه

خبريال وېبپاڼه- په کور دننه او بيرون د افغانستان د مسلې اړوند ډېری خلک، چارواکي او پوهان دا وايي چې د افغانستان اوسنۍ غوټه د ولسمشر غني په واکمن پاتې کېدو کې نشي خلاصیدی.

د افغانستان د حکومت ترټولو ستر مالي او سياسي ملاتړ امريکا هم وايي چې اشرف غني به استعفا کوي او موقت انتقالي حکومت به رامنځته کېږي، د امريکا ترڅنګ روسيه او نور هېوادونه هم په دې قناعت رسېدلي دي چې د طالبانو سره جوړه په هغه وخت کې امکان لري چې کله غني د خپلې چوکۍ قرباني ورکړي.

غني استعفا ته تيار دی که څه په دې پروسه کې به د پوزې اېښودو لپاره ځینې نوښتونه وکړي خو حقيقت دادي چې هغه بله لاره نلري، مګر دا يو مجبوریت دی او دا هم ښکاره نده چې د غني د استعفا وروسته به سوله راځي او که نه، خو په دې باندې بيا ټول پوهیږي چې د غني په شتون کې سوله نه راځي.

د غني تر استعفا وروسته هم امکان لري چې سوله راشي او هم دا امکان شته چې نوې جګړه پيل شي، څو دا غوڅه خبره ده چې که غني پاتې کېږي نو بيا جګړه حتمي ده.

غني چې کومه وېره څرګندوي هم بې ځايه نه ده، دا امکان هم موجود دی چې د هغه تر استعفا وروسته امريکا بيا هم د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو لپاره يوه بله بهانه پيدا کړي ان دا امکان شته چې د امريکا بېړه په شعوري ډول ددې لپاره وي چې د سولې روانه پروسه ناکامه کړي او د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو لپاره بهانه پيدا کړي.

مسله ډېره مغلقه ده او غني هم په هره فيصله کې يو څه خطر ويني، خو تېره شپه ده د خپلو خبرو په مهال وويل چې د هر ډول توافق په صورت کې به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يو قوي تضمين وړاندې کوي.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ترڅنک غني بايد د امريکا څخه هم د يوه قوي تضمین غوښتنه وکړي، ددې پروسې ترټولو مهم فکتور او تر ننه پورې اصلي پړاونه په مخ وړونکې امريکا ده، نو تضمين بايد امريکا ورکړي، د طالبانو سره د معاملې اصلي اړخ امريکا ده او کار هغوی کړی نو تضمين به هم دوی ورکوي‌.

خو دا هم یوه هيله ده، اشرف غني دومره جرت نلري چې د امريکا څخه تضمين وغواړي، هغه تر ننه پورې امريکا ته بلې هو ويلي، دا چی په داسې يو بحراني او د کرښې په اخر کې به دی دا ډول جرت وکړي او که نه، دقیق اټکل ممکن ندی خو تاريخچه يې وايي چې غني دا جرت نشي کولی.

که غني يې نسي کولی نو پکارده چې د افغانستان خلک دا غږ پورته کړي ځکه دا ملک په اصل کې د افغانستان د خلکو دی او ددې خلکو سرنوشت د همدې هېواد سره تړلی دی.

لیکوال: تاج محمد ارين

Comments are closed.

koi finance