The news is by your side.

صالح: علیپور مجرم دی، ژر به خپله سزا وویني

خبریال وېبپاڼه /بالاخره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ خپلسرۍ او نامسوول وسله وال عبدالغني علیپور مجرم وباله او ویې ویل چې ژر به محاکمه شي.

د ولسمشري ماڼۍ لومړي مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې علیپور مجرم دی او ډېر ژر به د خپلو کړنو سزا وویني.
په میدان وردګو ولایت کې د خپل سرو وسله والو مشر علیپور، چې تېره میاشت یې د یاد ولایت په بهسودو ولسوالي کې، د افغان ځواکونو پر چورلکې برید وکړ او د څلور پیلوټانو په ګډون یې ۹ تنه په کې شهیدان کړل د افغان حکومت او ولس سخت غبرګونونه یې را وپارول.
د صالح په خبره، په عليپور د افغان ځواکونو له عملیاتو سره سم هغه له سیمې تښتېدلی او اوس مهال نادرکه دی، چې ډير ژر به د خپل جرم په سزا ورسیږي او هیڅکله له قانون څخه تېښته نه شي کولای.
په همدې حال کې بیا ۲۰۳ قول اردو د پنځمې پلې لوا د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان ځواکونو د میدان وردګو په بهسودو ولسوالي، کې د علیپور قرارګاه نیولې ده.
د سرچینې په خبره، افغان ځواکونو په همدې موخه تېره ورځ د بهسودو په حصه اول ولسوالي کې ځانګړي عملیات پیل کړي وو، چې په پایله کې یې د عليپور د خپل سرو وسله والو یوه قرارګاه نیول شوې او سیمه یې شتون څخه پاکه شوې ده.
د افغان حکومت تېره ورځ د علیپور په ملاتړ، له جنرال مراد علي مراد څخه هم د هغه ټول حکومتي امتیازات واخیستل.
علیپور وړم کال یو ځل نیول شوی وو، خو د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت بېرته له بنده خوشې او لا پسې خونړی شو، خو بهسودو ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې له امله یو ځل بیا افغان ځواکونو د نوموړي د نیولو عملیات پیل کړي دي.
په دې عملیاتو کې د علیپور جنګیالیو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده او ګڼ شمېر وسلې، تجهزات او موټر چې نوموړي له افغان ځواکونه په زور اخیستي و، اوس بیا د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلي دي او د نیولو لپاره یې هم عملیات په شدت دوام لري.
راپور: هادي مخلص

Comments are closed.