The news is by your side.

پاکستاني پوځ د بلوڅانو له کورونو غلا کړې

خبریال ویبپاڼه/ پر بلوڅ قوم له کلونو را په دې خوا د پاکستان جابر پوځ له لوري ناتار او ظلم روانی دی او په دې وروستي اقدام کې يې د بلوڅو پر کورونو چاپې وهلې او کورونه يې ورته لوټلي دي.
راپورونه وایي د بلوچستان په مند سیمه کې د پاکستان عسکر د بې ګنا وګړو کورونو ته لویدلي او له دې سره سره چې هرڅومره ظلم یې کړی کورونه يې لوټلي هم دي.
ویل کیږي د مند د جلال اباد سیمه کې د پاکستان جابر پوځ دا غیري انساني کړنې ترسره کړې او د لته د بلوڅو د دوه قومي مخورو پر کور ختلي دي.
داسې اندېښنې سته چې پاکستاني پوځیان به له دې کورونو پوستې جوړې کړي او د بلوڅو په نورو زورولو سره به لاس پوري کړي.
ځکه کله چې دوی دې کورونو ته لویدلي د سامانونو له غلا کولو سره سره یې ماشومان او ښځې وهلې او له خپلو کورونو يې بهر ایستلې.
د پآکستان جابر پوځ هلته د میشتو یو شمېر قونو پر ضد خپلو ظلمونو ته دوام ورکړی او له هرې لارې چې وي هغوی یې زورولي، ځکه نو په مقابل کې يې بلوڅ ملتپالو پاک جهاد اعلان کړ، او پښتنو د پي ټي ام پر مټ د خپلو مظلومو پښتنو ږغ تر نړیوالو ورساوه.
خو پاکستان لاهم خپلو ظلمونو ته په دوام ورکولو سره هره ورځ پښتانه تښتوي بلوڅان تښتوي پرکورونو يې ورخیژي او په ډیرو سختو مرګونو يې له منځه وړي، له ټولو مبارزو سره سره بیاهم دا ظلمونه دوام لري.
پاکستان په دې ظلمونو سره غواړي چې د دې دوه سترو او نه ماتیدونکو قومونو غوښتنې ماتي او ږغونه چپ کړي خو که هرڅومره اوس دوی ځپل کیږي په همدومره اندازه یې ژوندي ملتونه ږغونه لوړوي.
پي ټي ام اوس په ټوله نړۍ کې د یوه ستر سوله ییز خوځښت تر ټولو ښه بېلګه ده او کله چې پاکستان هر ډول ظلمونه پر پښتون کوي نو پر وړاندې يې همدغه پي ټي ام ږغ لوړوي، چې لامل يې ورځ تر بلې د پاکستاني ریاست زوال دی، ځکه په نړیوال کچه پاکستان هیڅ ښه نوم نلري او په کور دننه کې سیاسي اقتصادي او ټولنیز حالت خرابۍ ته رسیدلی

Comments are closed.