The news is by your side.

د خطرونو لپاره بهرنیو سرتیرو ته اړتیا ده

خبریال ویبپاڼه/ نشنل انټرسټ په خپله یوه تازه او اوږده مقاله کې چې د افغانستان په هکله یې نشر کړې ده ویلي ده چې د خطرونو د مخنیوي لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا ده چې پاتي سي.
دې مقاله کې د طالبانو له لوري وروستي تاوتریخوالي ته اشاره سوې او ویل سوي چې طالبان غواړي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.
مقاله زیاتوي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډیرښت په دې معنی دی چې دوی غواړي د زور له لارې ځانونه واک ته ورسوي، ځکه نو امریکايي ځواکونه نه وي دوی واک ته رسیدلی سي.
په دې مقاله کې د اوسنیو حالاتو په مورد ټنیګار سوی چې امریکا او بهرنیو ځواکونو ته اړتیا ده ترڅو افغانستان وساتي او که چیري بهرني او امریکايي ځواکونه په بیړه له افغانستانه وزي نو د کورنیو او ګاونډیو نیابتي جګړو خطرونه خورا زیات دي.
په ورته وخت کې داسې مالومات خپاره سوي چې د امریکا ولسمشر بایډن هم په خپله پریکړه کې ویلي چې امریکایي ځواکونه باید د شپږو نورو میاشتو لپاره هم په افغانستان کې پاتي سي او هدف يې دادی چې افغان جګړه د یوې هوکړي په ترسره کولو له سیاسي لارې پای ته ورسیږي.
که جګړه زیاته سي امریکا به ووزي؟
له مي میاشتي وروسته طالبانو ګواښ کړی که چیري امریکايي ځواکونه له افغانستانه ونه وزي نو دوی به پرې خپل بریدونه ترسره کړي ځکه ټول هېوادونه باید د دوحې طرحې ژمنې په نظر کې نیولو سره عمل وکړي.
د طالبانو له دې خبرداري سره سره بیا هم امریکا او ناټو ښآيي چې تر مې میاشتي ډیر وخت پاتي دی خپل سرتیري له افغانستانه ونه باسي دوی ادعا کوي چې د سولې تر وروستي توافق پوري به بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي او د سولې راتلوونکي ته به په زمینې مساعدولو وروسته له افغانستانه وزي، خو که چیري دواړه  لوري توافق ته ونه رسیږي او جګړه وي نو بیا د بهرنیو ځواکونو د وتلو امکانات نسته او ان داسې به هم سي چې هغوی به هم په جګړه کې برخه واخلي ځکه همدا اوس چې امریکايي او بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتي دي لامل يې همدا جګړه ده

Comments are closed.

koi finance