The news is by your side.

امریکا: بیا طالبانو ته په غوسه سوې

خبریال ویبپاڼه/ تیره ورځ راپورونو کې وویل سول چې طالبانو د کندهار ولایت پر هوايي ډګر توغندیز بریدونه وکړل چې کوم ځان تلفات یې نه درلودل له همدې امله امریکا غبرګون ښودلی.
د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوايي ډګر د تیري ورځې راکټي برید غندلی او زیاته کړې يې ده چې طالبان په دې سره تاوتریخوالی زیاتوي.
د پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو څرګندونو کې وویل موږ د طالبانو له لوري د کندهار پرهوایي ډګر برید غندو او د دوی دا کړنه د سولې زیانمنیدو لپاره یو لوی ګواښ دی هغه وویل چې د طالبانو له لوري دا راکټي برید د تاوتریخوالي پيلدلو پریکړه ده.
هغوی ویلي اوس هم د کندهار هوايي ډګر کې امریکا او د ناټو عسکر میشت
د دې برید مسؤلیت هم طالبانو منلی
امریکا پر داسې مهال طالبانو ته قهر کوي چې ټول لوري د سولې راتلو او یوې نهايي پریکړې ته د رسیدلو لپاره په احطیات قدمونه ږدي خو د طالبانو له لوري وروستیو بریدونو امریکا اړه کړه چې غبرګون وښيي.
امریکا په دې بریدونو ولې غبرګون وښود؟
که څه هم دا مهال د نا امنیو کچه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې لوړه ده او هره ورځ د افغان ځواکونو په ګډون عام خلک په ګڼو امینتی پیښو کې ژوند له لاسه ورکوي خو امریکا پر هرڅه چپ پاتي خو کله چې د دوی د میشتو عسکرو پر یوه ځای خالي راکټي برید هم کیږي نو دوی څومره ژر غبرګون ښيي ښايي چې د افغانانو د ژوند او مرګ ورسره پروا نه وي.
که څه د سولې لپاره په هر قیمت هڅې وسولې خو تراوسه عام افغان وګړی هوسا نه سو تیر هیڅ امریکايي عسکر په افغانستان کې ونه وژل سو او نه به هم ووژل سي ولې د ملکي افغانانو او افغان ځواکونو پر کور تل ویرونه وي.
په وروستیو هڅو کې د ترکیې استانبول کنفرانس جوړیږي او د ې کنفرانس ته زیاتي هیلي سته چې د افغان جګړې د ختم لپاره به کومه نتیجه ورکړي

د افغان ولسمشر له لوري د ټاکنو د ژر ترسره کولو لپاره طرحه جوړه او د نورو طرحو ترڅنګ به دا طرحه هم په دې کنفرانس کې د بخث موضوعات وي

Comments are closed.