The news is by your side.

د ترکیې غونډه کې باید د ښځو په ونډه سترګې پټې نه شي

خبریال وېبپاڼه / د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغان سولې په تړاو د استانبول په جوړېدونکې ناسته کې باید د ښځو په ونډه سترګې پتې نه شي او شمېر یې تر دې هم باید لا پسې زیات شي. 

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو له چارواکو غوښتي، چې د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې ناستې په اساسي خبرو اترو کې د افغان مېرمنو د ګډون په اړه ژمنه دې په ښکاره ډول وکړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د ترکیې غونډه کې باید د مدني ټولنې ډلو ته په ځانګړو شویو حاشیوي غونډو کې د مېرمنو د ګډون په اړه پرېکړه نه کېږي، بلکې د مېرمنو لپاره دې جلا سهم په نظر کې ونیول شي.

د بشري حقوقو مدافعو بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي د سولې په خبرو کې ښځو او د جګړې قربانیانو ته ونډه ورنه کړل شي او که ور هم کړل شي، ښايي هسې نمایشي وي.

تمه کېږي چې د اپریل په ۱۶مه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه ناسته وشي، چې د افغانستان د دولت چارواکي او د طالبانو استازي به پکې ګډون کوي، خو د غونډې د کره نېټې په اړه تر اوسه هم دقیقه مالومات نشته.

په دغه غونډه کې به د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په اړه خبرې اترې وشي او ښايي د سولې او جګړې برخلیک پکې مالوم شي، چې دا د افغانانو لپاره ښه زېری دی.

خو دلته بیا طالبانو جګړې ته زور ورکړی او هره ورځ لسګونه امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.

امریکا بیا ویلي چې د طالبانو له وروستیو بریدونو داسې ښکاري چې دغه ډله د جګړې تازه تیاری نیسي او هسې د سولې خبرو نمایش کوي.

د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوايي میدان د طالبانو د تېرې ورځې برید په غبرګون کې ویلي چې دغه ډله د سولې خبرو سره سره خونړۍ شوې او د جګړې د زیاتېدو پرېکړې یې کړې ده.

راپور: هادي مخلص

Comments are closed.