The news is by your side.

امریکا ځان بې غمه کوي له عراقه هم وزي

خبریال ویبپاڼه/ کله چې بایډن ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړ بریالی سو او ولسمشر سو نو په خپلو ژمنو کې وویل چې امریکا به له اوږدو جګړو باسي او امریکایي ځواکونه به خپل هېواد ته ستنوي.
په تازه راپورونو کې ویل سوي چې امریکا پریکړه کړې خپل پوځیان له عراق څخه هم وباسي ویل کیږي چې امریکا او د عراق دې هوکړې ته رسیدلي ترڅو پاتي امریکایي ځواکونه له عراقه ووزي.
په دې هوکړه کې ویل سوي چې د امریکا د داعش ضد ځواک کولای سي له عراقه ووزي خو تراوسه نه دي ویل سوي چې په کومه نېټه دغه پوځيان له عراقه ووزي.
دواړه لوري د چهارشنبې په ورځ یو له بل سره هوکړي ته ورسیدل دوه اړخیزه اعلامیه کې راغلي چې عراق به د امریکايي اډو ساتنه کوي او یاد ائتلاف به د عراقي ځواکونو مشاوریت او روزنې ته دوام ورکوي، تراوسه نېټه مشخصه سوې نه ده.
امریکا پرداسې مهال دا اقدام کوي چې په عراق کې دننه ایران پوري تړلې یوه شعیه ډله هره ورځ پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.
امریکا له عراقه پر داسې مهال پښې سپکوي چې په افغانستان کې يې هم د عسکرو د میشت او تلو همدا حال دی د لته باید یوازي ترمي میاشت پوري امریکايي ځواکونه پاتي او که چیري تر مي میاشتي پوري دا پوځيان و نه وزي نو طالبانو په خپلو خبرداریو کې ویلي چې دوی به له مي میاشتي وروسته پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي.
خو افغانستان کې د امریکا د ماموریت څخه داسې ښکاري چې خپل سرتیري به پر ټاکلې وخت له افغانستانه ونه باسي ځکه دوی ویلي چې له لوژشتیکي نظره په دومره لږ وخت کې د زیاتو ځواکونو وتل ناشونی دی ځکه نو یې ویلي چې د ناټو او امریکايي ځواکونه په افغانستان کې لاهم پاتي دي
تمه ده چې د افغان سولې لپاره ترکیه کې کنفرانس جوړ سي د دې کنفرانس د کره نېتې په هکله څه نه دي ویل سوي خو امریکا پر طالبانو او افغان دولت خپلو فشارونو ته دوام ورکړی او ترې غوښتي يې دي چې د دې کنفرانس په دایرولو سره یوې دایمي هوکړي ته سره ورسیږي دا کنفرانس د افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکی بلل سوی

Comments are closed.