The news is by your side.

قیصر له کابله ولې ځواب سو؟

خبریال ویبپاڼه/ د مالوماتو له مخې نن پنج شنبې د پاکستان د ولسي جرګې د مشر یو درې ورځنی سفر کابل ته پلان سوی وو خو هغه کابل ته راغلی او بیرته ته تللی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د امنیتي ګواښ له امله کابل هوایي ډګر تړلی وو، ځکه نو زموږ د پارلمان مشر سفر لغوه او وځنډېد.
هغه وویل په د پارلمان رییس الوتکه کښېنستلو ته نژدې وه چې د هوايي ډګر له کنټرول خونې د ډګر د تړلو خبر ورکول سو، د ده له قوله په راتلوونکي کې به د دې پارلماني پلاوي د تګ نېټه کره سي.
د افغانستان د ولسي جرګې د درالانشاء مشر عبدالقادر ځاځی وایي کنټرول خونه له بهرنیو دوستانو سره کله چې دا الوتکه د کابل فضا ته ورسیده نو بهرنیو دوستانو الوتکې ته د کښېناستلو اجازه ورنکړه.
هغه وویل نور الوتنو ته هم اجازه نه ده ورکول سوې.
د حامدکرزي هوایي ډګر مسؤلین بیا وايي چې یوازي د یوه ساعت لپاره هوایي ډګر د تخنیکي ستونزو له کبله تړلی وو.خو اوس حالت عادي دی.
قیصر خو به خفه سوی نه وي؟
اسد قصیر له سفره وروسته یوازي څو دقیقې وروسته کابل کې وو، خو الوتکه یې بیرته ځواب او رخصت سوه دوی ویلي هم دي چې بیا به راسي خو دا چې نوموړی به څه فکر کوي مالومه نه ده.
د اسد قیصر د سفر لپاره څه چمتوالي هم نیول سوي وو، او لا له وړاندې ویل سوي وو، چې د پاکستان دا پارلماني پلاوی به دلته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو لړ خنډون له منځه وړلو او دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو لپاره کار وکړي.
دوی درې ورځنی سفر پلان کړی وو، په کابل ښار کې د دارالامان ماڼي عمومي جاده د پاکستان او افغانستان په بیرغونو پوښتل سوې وه ځکه دا لاره ولسي جرګې ته ځي.
که چیري قیصر په خپل سفر کې بریالی سوی وای نو د پارلماني مسؤلینو ترڅنګ به د ولسمشر په ګډون له یو شمېر جګپوړو دولتي چارواکو سره لیدنې کړې وای

Comments are closed.