The news is by your side.

د پاکستان په پوځ د ملنډو سزا

خبریال ویبپاڼه/ پاکستانی دولت د خپل شرم اوره پوځ له لاسه پوزي ته راغلی او له مجبوریته یې هغو کسانو چې د دوی په پوځ ملنډې وهي سزا ټاکلې.
پاکستان دا کار ښايي چې له ډیري ناچارۍ څخه کړی وي، د پاکستاني ریاست د قامي اسمبلۍ د کورنیو چارو یوې کمېټې یو قانون تصویب کړچې له مخې يې هغو کسانو ته سزاوي ورکوي چې د پاکستان پوځ باندې په قصدي ډول سره ملنډي وهي او ورته سپکاوی کوي.
دوی په دې قانون سره ویلي هرچا چې دغه کار ترسره کړ او جرم يې وکړ نو دوه کاله بند، یا پنځه لکه پاکستانۍ کالداري او یا به هم دواړې سزاوي ورکوي.
که څه هم د دې قانون په وړاندې مخالفتونه موجود ول خو بیاهم د رایو په اکثریت دا قرارداد تصویب سو، د پاکستان په کور دننه یو شمېر فعالان، سیاسي څېرو، او خبریالانو دا قانون د بیان ازادۍ په وړاندې یو توطیه او بندیز بللی او ویلي يې دي چې دا قانون باید عملي نه سي.
دغه جوړه سوې مسوده به د پاکستان له اساسي قانون سره یوځا قامي اسمبلۍ ته وړاندي کیږي که چیري یې اسمبلۍ و منله نو بیا له هغه وروسته سنا مجلس ته ځي او بیا به یې د ولسمشر له لوري تر لاسلیک وروسته به قانون وګرځي.
د پاکستان ترهه ګر پوځ
که څه هم د یوه هېواد پوځ د هغه هېواد د وګړو د ناموس او مال ساتوونکی وي خو د پاکستان پوځ برعکس د پاکستان د عوامو دښمن او ټولې نړۍ ته يې خطر پیښ کړی دا ترهه ګر پوڅ د ټولې نړي لپاره ګواښونه رامنځ ته کړي.
د پاکستان پوځ په دې هېواد کې تر ډیره بریده د ملکي او نظامي برخې واک اخیستی او هلته د میشتو پښتنو او بلوڅو سره غیري انساني چلندونه کوي.
په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پاکستان په هغه لیست کې راغلی چې له بشري حقونو څخه يې سرغړونه کړې په کور دننه يې د بیان ازادۍ مخه نیولې خلک يې له خپلو کورونو تښتولي او ان وژلي یې دي.
امریکا د دې راپور په نشر سره په دې هېواد کې د پوځ له لوري د ترسره سویو بې عدالتیو او بشري حقونو له سرغړونې پرده پورته کړه او غوښتنه يې وکړه چې باید د داسې کړنو مخنیوی وسي

Comments are closed.