The news is by your side.

هغه عادتونه چې د ژر زړښت لامل کېږي!

خبریال ویب پاڼه: کيدای شي تاسو داسې خلک پيژنئ او ليدلي  به مو وي چې  ۸۰ او ۹۰ کالو ته یې عمر به رسېږي؛ خو اوس هم بالکل لکه د پخوا په شان په جسماني توګه به غښتلی او تکړه وي. د دې تر څنګ داسې ډېر خلک مو هم لیدلي وي چې د ۴۰ يا ۵۰ کالونو عمر به لري او یا هم لا ځوانان وي  خو په لاره به سم نه شي تللی.

د دې لامل دا ده چې ځينې انسانان د خپلو بدو عادتونو خوراک وګرځي او داسې عادتونه او کړه وړه کوي چې سړی د بوډا توب او کمزروۍ طرف ته ګړندی کوي.

د دې لپاره چې له دې ډول عادتونو خبر شئ او له بلې خوا مو ځان له دې بدو عادتونو څخه ژغورلی وي نو لاندې کرښې ولولئ:

۱ـ د خوراک خراب عادتونه

په غير منظم ډول ډوډۍ خوړل هغه څه دي چې  انسان د بوډا توب لوري ته ګړندی کوي،هغه خواړه چې په ښارونو کې د سرک پر سرک یا هم هوټلونو کې شتون لري په پوره ډول غیر صحي دي ځکه له خرابو غوړو، بېلابېلې تندې مسالې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، او په شپو شپو په یو خراب چاپیریال کې ساتل کېږي.

د همدې امله مونږ ژر ناروغان کېږي او په ډېر لږ عمر کې په داسې ناروغیو اخته شو چې حتی په لاره تګ راته ستونزمن شي.خو د تازه ميوو، سبزيانو او طبعي خوړو خوړل ددغې چارې مخه نيولی شي. او زمونږ په ځوانۍ او سلامتیا کې ډېر مهم رول لوبوي.

۲ـ کم خوب

که چيرې تاسو په پوره توګه خوب نه لرئ؛ نو د همدې بې خوبۍ له امله ستاسو د ټول بدن روغتيايي حالت اغيزمن کيدای شي، خوب د روغتيا او خوشاله ژوند لپاره اړين دی، د ښه خوب له امله ماغزه ارام کيږي. په ۲۴ ساعتونو کې د ۶ یا ۷ ساعتونو خوب کول ډېر اړین ده.

۳ـ اندېښنې

هره اندېښنه او تشویش د انسان په ذهن بده اغېزه کوي. ذهني انديښنې او بوج لکه اختلاف، جنجال او جګړې، منفي فکر کول چې د انسان د شدید سردرد او ذهني بوج سبب کيږي. او د له امله په انسان کې د ځوانۍ په حالت کې بې وخته د د زړښت نښې د ويښتانو د سپينېدو او د بدن د کمزوري کيدو په بڼه را څرګندېږي.

۴ـ د بدني فعاليتونو کموالی

به ورځیني ډول ډير کيناستل او د ورزش نه کول هم د انسان لپاره تاوان لري چې په زړښت او د بدن په زر کمزورۍ کې مهم رول لري، دا اړینه نه ده چې تاسې د ځوان پاتې کېدو لپاره باید شاقه کارونه وکړئ، مهمه دا ده چې په ورځيني ډول ورزش کول ستاسو د بدن سلامتیا ساتي.

 

۵ـ د نشه یي توکو استعمالول

که چيرته څوک پر نشه يي توکو روږي وي؛ نو دا هغه څه دي چې د بدن د زړښت سره سره د زر مړينې ګواښ هم زياتوي، شاید تاسو ته به د سګرت استعمال یوه وړه خبره وي خو د همدې يو عادي سګريت استعمال په ۱۵ دقيقو کې د انسان په ټول بدن باندې لویه منفي اغيز کوي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.