The news is by your side.

د قیصر قیضه کې امنیتي چارواکي احضاریږي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ولسي خبر ورکړی چې امنیتي چارواکي له دې امله احضاروي چې د پآکستان د ولسي جرګې رییس الوتکې ته د کوزیدلو اجازه نه ده ورکول سوې.
دا څرګندونې دافغانستان ولسي جرګې دارالانشاپه خپل یوه استولي مکتوب کې کړې دي په مکتوب کې د اسد قیصر به وړاندې د کوم لامل یادونه نه ده سوې چې د هغه الوتکې ته یې اجازه نه ورکړې خو ویل سوي چې د نامالومو دلایلو له امله دا کار سوی او له امنیتي مسؤلینو غوښتل سوي چې په دې هکله باید ولسي جرګې ته وضاحت ورکړل سي.
مکتوب کې د کورنیوچارو سرپرست، دفاع وزارت، ملي امنیت عمومي رییس د هوايي چلند ادارې مسؤلین، او د حامدکرزي هوايي ډګر مسؤلینو احضار یا غوښتل سوي دي، خو ولسي جرګې ته ورسي او د دې قضیې په اړه وضاحت ورکړي.
تیره د پاکستان د ولسي جرګې مشر اسد قیصر الوتکه د کابل تر هوايي ډګره ورسیدله خو ورته د کښېناستلو اجاره ورنکړل سوه او هغه پر خپله مخه ولاړه
له همدې امله ځیې نظریات داسې هم دي چې ښايي بغیر له کومې ستونزې اسد قیصر ته کابل ته د تګ اجازه نه ورکول سوې او په دې کې یوه سیاسي کړنه رامنځ ته سوې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د امنیتي ګواښ له امله کابل هوایي ډګر تړلی وو، ځکه نو زموږ د پارلمان مشر سفر لغوه او وځنډېد.
هغه وویل په د پارلمان رییس الوتکه کښېنستلو ته نژدې وه چې د هوايي ډګر له کنټرول خونې د ډګر د تړلو خبر ورکول سو، د ده له قوله په راتلوونکي کې به د دې پارلماني پلاوي د تګ نېټه کره سي.
د افغانستان د ولسي جرګې د درالانشاء مشر عبدالقادر ځاځی وایي کنټرول خونه له بهرنیو دوستانو سره کله چې دا الوتکه د کابل فضا ته ورسیده نو بهرنیو دوستانو الوتکې ته د کښېناستلو اجازه ورنکړه.
هغه وویل نور الوتنو ته هم اجازه نه ده ورکول سوې.
د حامدکرزي هوایي ډګر مسؤلین بیا وايي چې یوازي د یوه ساعت لپاره هوایي ډګر د تخنیکي ستونزو له کبله تړلی وو.خو اوس حالت عادي دی.
قیصر خو به خفه سوی نه وي؟
اسد قصیر له سفره وروسته یوازي څو دقیقې وروسته کابل کې وو، خو الوتکه یې بیرته ځواب او رخصت سوه دوی ویلي هم دي چې بیا به راسي خو دا چې نوموړی به څه فکر کوي مالومه نه ده.
د اسد قیصر د سفر لپاره څه چمتوالي هم نیول سوي وو، او لا له وړاندې ویل سوي وو، چې د پاکستان دا پارلماني پلاوی به دلته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو لړ خنډون له منځه وړلو او دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو لپاره کار وکړي.

Comments are closed.