تازه خبر: د ناټو امریکا او روسیې د جګړې خطر
خبریال ویبپاڼه/ څو ورځې وړاندې له اوکراین سره پر پوله د روسي ځواکونو د ډیریدلو له امله ناټو روسیې ته خبرداری ورکړی وو، او دا کار یې د جدي اندېښنې وړ بللی وو.
روسیه له بیلتون پالو ناټو او امریکا د اوکراین دولت ملاتړ کوي، په جګړه کې ناټو او مریکا دولت ته د همکارۍ ویلي او روسیې بیلتون پالو ته.
اوس په تازه اخطار کې روسیې اوکراین ته ویلي چې په روسي ژبو بیلتون پالو باندې خپلو بریدونو ته د پای ټکی کښېږدي که نه وي له پوځي غبرګون سره به مخ سي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل قهر جن پيغام کې ویلي روسي ځواکونه د خپلو وګړو د دفاع لپاره ښايي پوځي مداخله وکړي او خپل وګړي وژغوري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري کوزک ویلي چې دا هرڅه د جګړې په ډیرښت پوري تړلي دي، په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین دونباس د بیلتونپالو لاس ته ولویده او په دې وروستیو کې هلته د تاوتریخوالي پیښي زیاتې سوې.
کوزک وویل چې د اوکراین دا کړنې د سربیا پیښې سره ورته والی لري
کوزک په خپلو وروستیو خبرو کې اوکراین ته جدي ګواښ وکړ چې د بیلتون پآلو په وړاندې دي پوځي زور کم کړي که نه وي دغه به د اوکراین د پای ورځې وي.
تر دې وړاندې د روسیې ځواکونو د ډیرښت په هکله ناټو دا رنګه غبرګون ښودلی وو.
کیف او ناټو په هغه څه چې روسیې د اوکراین پر پوله خپل ځواکونه ډیر کړي اندېښنه ښودلې او زیاته کړې يې ده چې د روسیې له لوري د سرتیرو ډیروالی او پر سرحد یې حضور پاروونکی دی او خبرداری یې ورکړی.
د ناټو او روسیې ټکر
تر ډیره بریده روسیه کوښښ کوي اوکراین تر خپله ولکه او کنټرول لاندې وساتي خو د دې هېواد اړیکي له ناټو او امریکا سره د روسیې ناخوښه دي.
خو کله چې په بیله توګه د خپلو سرتیرو شمېر له دې هېواد سره پر پوله زیاتوي نو ورسره سمدلاسه د ناټو له مخالفت سره مخامخ کیږي. ناټو د روسیې دغه خورا پاروونکی بللی.
المانۍ دي ویلت ورځپاڼې په خپله یوه راپور کې ویلي چې ناټو د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پوره ملاتړ کوی خو په د دې سازمان غړي هېوادونه په یاد هېواد کې د اوربند تړون ماتیدو څخه په اندېښنه کې دي.
د ناټو سازمان د غبرګون په هکله یې ویاند وویل ناټو په پوره غور سره حالت تر څارنې لاندې لري او په اوس وخت کې د اوکراین پر سرحد د روسي پوځیانو د حضور زیاتوتول د بې ثباتي سبب کیږي او نا امني رامنځ ته کولای سي.
Comments are closed.