د سولې وروستۍ مسوده کې دولت څه ویلي؟

خبریال ویبپاڼه/ تمه ده چې په نژدې راتلوونکې کې به د افغان سولې پر تړاو د ترکیې استانبول ښار کې لوی کنفرانس ترسره سي چې ګډون کوونکي یې د طالبانو په ګډون سیمه ییز او ښکېل هېوادونه دي.
د افغانستان د ملي روغي جوړې شورا ویلي چې د ترکیې کنفرانس لپاره يې چمتوالی نیولی او د دې ناستې لپاره يې د وړاندې کوونکو طرحو د ارزونې اوتوحید چارې هم بشپړې کړې.
دې شورا ویلي چې د طرحو ځانګړې کمېټې ټولې طرحې توحید او ارزولې او د نظرو نو لړۍ پرې پای ته رسیدلې ده.
په جزیاتو کې راځي چې سبا شنبې به د سولې اړوند طرحې مسوده وروستۍ سي.
په دې مسوده کې کوم ټي ځای پرځای سوي دي؟
د وړاندې سویو مالوماتو له مخې په دې نهايي مسوده کې د افغانستان اسلامي جمهوریت، بشري حقونه، د افغانانو بنسټیز او اساسي حقونه، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمي او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار سوی دی.
چې د ترکیې غونډې ته به وړاندې سي د ترکیې غونډه تمه وه چې د روانې میلادي میاشتي پر ۱۶ نېټه جوړه سي خو داسې مالومات ورکول سي چې یاده غونډه ځنډېدلې ده.
تراوسه پوري په افغانستان کې لاهم د جګړې اور کابو سوی نه دی او خلک يې په اندېښنه کې اچولي چې هسې نه د سولې وروستي موقغ هم له لاسه ووزي او افغانستان ته سوله رانه سي.
د افغانستان ولسمشر هم تیره ورځ د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړه چې د دې طرحې وړاندې کولو وروسته طالبانو هم غبرګون وښود او ویې ویل چې په دې هکله بحث کول لاهم معنی نلري.
د افغان سولې پر تړاو په ترکیه کې جوړیدونکې غونډه خورا مهمه او حیاتي بلل سوې او داسې ویل سوي چې دا کنفرانس به د دوحې دخبرو پوره کوونکی وي او ښايي به دې کنفرانس کې د افغانستان د راتلوونکې په هکله خورا مهمې پریکړې وسي، ځکه نو ځنډول ېې د ټولو لورو د چمتوالي په معنی ده

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More