طالبانو ارغنداب خوشي کړ خو لارې یې په بمونو فرش کړې
خبریال وېبپاڼه – وسله والو طالبانو ته تېره اونۍ د کوټې شورا امر کړی وو چې د کندهار ارغنداب ولسوالي نه ووزي او ټوليلاري په بمونو وپوښي.
د جګړې له ډګره د وسله والو طالبانو یوه قوماندان خبریال وېبپاڼې ته تاید کړه چې طالبان له ارغنداب نه ووتل او ارغنداب ولسوالي یې خوشي کړه؛ خو د کوټې شورا او پاکستاني استخباراتو په هدایت یې د ارغنداب ولسواليټوليلارې په بمونو وپوښلې.
دا طالب قوماندان چې تر نورو طالبانو ها خوا یې په خپل ولس زړه خوږیږیي له ولس نه غوښتنه وکړه چې تر څو خپلو سیمو ته ستانه نه شيچې ماینونه او د طالبانو له لوري کرل شوي بمونه نه وي پاک شوي.
خبریال ته د رارسېدلو راپورونو پر بنسټ وسله والو طالبانو د کندهار د ارغنداب ولسوالی ټوليلويياو وړې لاري په بمونو پوښلې دي او دوی غواړي چې د دوی د شتون پرته دا ولسوالي وېجاړه شي.
د کندهرا یوه امنیتي چارواکي هم خبریال وېبپاڼې ته ومنله چې ارغنداب ولسوالي نه طالبان پر شا شوي دي؛ نوموړي وویل چې د ماین پاکۍ له ټیمونو سره په تماس کې دي چې ولسواليد طالبانو له عذابه خلاصه کړي.
د ارغنداب ولسوالي چې د کندهار له زرخیزه ولسوالیو ګڼل کېږي د میوو له رسېدو سره سم د طالبانو د بریدونو ښکار شوه؛ له یوې خوا زرګونه کورنۍ بېځایه شوې؛ سلګونه بې ګناه انسانان ووژل شول او د ارغنداب د عزت او پت وګړي د کندهار ښار په بیلا بیلو برخو کې د مجبورۍ له کبله په کنډوالو کې ژوند کولو ته اړ شول.
په ارغنداب ولسواليکې افغان امنیتی ځواکونو بیا بیا پر طالبانو مرګونيبریدونه وکړل او هغوی یې اړ کړل چې دا سیمه خوشي کړي؛ خو طالبانو تېره یوه اونۍ کې د ارغنداب ولسواليپر بیلا بیلو لارو سلګونه ماینونه خښ کړي دي او خپله تېره شپه له یادې ولسوالينه وتلي دي.
ځايياوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو په دې عمل سره ثابته کړه چې د هیواد او خلکو له دښمنيلاس نه اخلياو هر څومره چې توان وي خلکو ته هغومره زیان ور اړوي .
Comments are closed.